د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۲۳

امریکا له افغانستان سره د ۱۵۰ ميليون ډالرو مرستې اعلان وکړ


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

د امریکا پراختیايي ادارې یا USAID په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیون ډالرو د مرستې اعلان کړی.

د دې پیسو ۳۰ میلیونه ډالر یې په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا او د جنسیتي برابرۍ د ملاتړ لپاره ځانګړې شوي دي.

د متحده‌ایالاتو پراختیايي اداره وايي، له افغان ښځو سره د امریکا مرسته به له تاوتریخوالي سره د مخ شویو ښځو په خوندیتوب، په خصوصي اقتصادي سکټور کې د دوی د ونډې، زده‌کړو او روغتیايي برخو کې مصرف شي.

دا مرستې داسې مهال اعلانيږي چې افغان نجونې او ښځې ادعا کوي چې د طالبانو په اوسني رژیم کې یې حقونه تر پښو لاندې شوي او تبعیضي چلند ورسره کېږي.

د USAID له‌خوا د مرستو اعلان شوې ټوله بسته ۱۵۰ میلیونه ډالر ده چې ۸۰ میلیونه یې د زیانمنو افغانانو د غذايي خوندیتوب او تغذیې، ۴۰ میلیونه ډالر یې د نجونو او هلکانو د زده‌کړو لپاره د فرصتونو د زیاتوالي او پاتې ۳۰ میلیونه ډالر یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د پرمختګ لپاره بېلې شوي دي.

افغان نجونې او مېرمنې چې طالبانو په بېلابېلو برخو کې بنديزونه پرې لګولي څو ځل يې لاريونونه هم وکړل.
افغان نجونې او مېرمنې چې طالبانو په بېلابېلو برخو کې بنديزونه پرې لګولي څو ځل يې لاريونونه هم وکړل.

د امریکا پراختیايي ادارې یا USAID له افغان نجونو او ښځو سره د مرستې د اعلان په اړه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي: "طالبانو د افغان نجونو او ښځو ټول بنسټیز بشري حقونه په چټکۍ سره محدود کړي. نجونې او ښځې په کور شوي، د کار اجازه نه‌ورکول کېږي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او هغه ښځې چې پوهنتون ته ځي، هم له ځورونې سره مخامخې دي."

د امریکا پراختیايي ادارې دا ادعا هم کړې چې د نجونو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی هم دی.

له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه کړ، مګر وړاندې یې ویلي، د دوی په واکمنۍ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

خو د امریکا پراختیايي اداره وايي، دا مرسته له افغان نجونو او ښځو سره د امریکا تل‌پاتې ملاتړ او ژمنتیا ده چې په تل‌پاتې توګه یې د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کړې.

د متحده‌ ایالاتو پراختیايي اداره وايي، له افغان ښځو سره د امریکا مرسته به له تاوتریخوالي سره د مخ شویو ښځو په خوندیتوب، په خصوصي اقتصادي سکټور کې د دوی د ونډې، زده‌کړو او روغتیايي برخو کې مصرف شي.

خو داسې مهال چې طالبان په دې برخو کې د نجونو او ښځو د حقونو په نقض تورن دي، دا مرستې به څه اغېز ولري؟

د ښځو د حقونو یوه فعاله ترنم سعیدي وايي: "هر ډول مالي او اسانچارې مرستې کولای شي چې له ښځو سره ډېر کومک وکړي. کولای شي ښځې په همدې مسیر کې لا بریالۍ کړي او په لا پیاوړتیا او زړورتیا ګامونه پورته کړي."

خو معصومه ایوبي بیا نړۍ تورنوي چې افغان نجونې او ښځې یې د خپلو حقونو د اخيستو د مبارزې په ډګر کې یوازې پرېښي دي.

پر نجونو تر ټولو لوی لګول شوی محدوديت له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو تړل دي چې پر کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
پر نجونو تر ټولو لوی لګول شوی محدوديت له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو تړل دي چې پر کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

نوموړې وايي: "یو کال وشو چې د نجونو ښوونځي تړل شوي، ښځې له کار کولو منع شوي دي، ولې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه خپل غږ نه پورته کوي، ولې دوی د افغان ښځو له حقونو دفاع نه کوي. ولې ټولو افغان ښځې له یاده ویستې دي. موږ هیڅ وخت اجازه نه ورکوو چې د افغان ښځو غږونه خاموش شي، اجازه نه ورکوو چې حق مو وخوړل شي، که په زور هم شي، خپل حق اخلو."

د طالبانو له دویم ځلي واکمنۍ وړاندې افغان نجونو او ښځو زده‌کړو، کار، سیاسي او ټولنیز ګډون او د دولت په لوړ پوستونو د کار کولو حق‌ درلود، خو له تېر یوه کال راهیسې ډېری دا حقونه ترې اخيستل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG