د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

ایروایشیا ریوو: د افغانستان وضعیت لاهم نه څرګند دی او نه د ډاډ وړ


ارشیف: په کابل کې د طالبانو غړي
ارشیف: په کابل کې د طالبانو غړي

ایروایشیا ریوو:

ایروایشیا ریوو خپرونه لیکي، د طالبانو له لوري د جمهوري نظام تر نسکورېدو راوروسته میاشتې میاشتې تېرې شوې خو د افغانستان وضعیت لاهم نه څرګند دی، نه د ډاډ وړ.

د خپرونې په باور طالبان د تېر حکومت په پرتله هم په کور دننه له نورو افغانانو سره، هم له نړیوالو سره بل ډول چلند کوي.

ایروایشیا ریوو بیا لیکي، بېلابېلو سیمه ییزو لوبغاړو د خپلو ګټو له مخې په ښکاره او پټه طالبانو ته لاس ورکړی دی او په دې ډول ناپېژندل شوي طالبان اوس د یوه سیاسي پیاوړي بنسټ په توګه راڅرګند شوي دي.

د خپرونې په وینا واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره په افغانستان کې لوبغاړي، ګټې او ستراتېژۍ بدلې شوې.

د خپرونې په باور، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د سیمې هېوادونه هر یو غواړي چې دا تشه په خپله ګټه ډکه کړي.

د خپرونې په نظر چین په افغانستان کې د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر په دغه هېواد کې خپلې دلچسپۍ لري، هند بیا په خپله بودیجه کې له افغانستان سره مرستې ځانګړې کړې دي.

ایروایشیا ریوو لیکي، هند چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې شاوخوا درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده، که چېرته له افغانستان سره خپل تاریخي روابط ونه ساتي دا پانګونې یې له خطر سره مخامخېږي.

ایسټرین ای:

د ایسټرین ای په نوم یوې خپرونې بیا د افغانستان دننه له مدني فعالانو او د بیان د ازادۍ له پلویانو سره د طالبانو پر چلند لیکنه خپره کړې ده٬ چې په پیل کې یې د یوټیوب د نیول شوي فعال اجمل حقیقي قضیې ته اشاره کړې ده او لیکي، په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چې په کې اجمل حقیقي د طالبانو له لورې شکنجه شوی دی.

اجمل حقیقي اسلام ته د توهین په تور نژدې میاشت مخکې طالبانو ونیو.

د ده د یوټیوب یوه ملګري غلام سخي چې ویل کېږي عصبي ستونزه یې لرله په ټوکو یوه ویډیو خپره کړې وه او په خپله اجمل حقیقي د دې ویډیو تر خپرېدو وروسته په یوټیوب کې بخښنه وغوښته او ویې ویل چې دی مسلمان دی او هیڅکله به داسې څه ونه کړي چې خدای مه کړه اسلام ته په کې توهین شوی وي، د اجمل حقیقي د دې اعتراف او بخښنې تر خپرېدو وروسته هغه زنداني شو.

د بخښني نړیوال سازمان له طالبانو غوښتې دي٬ چې اجمل حقیقي او د ده ملګري دې سمدستي خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG