د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

افغانستان د بشري پراختيا له مخې ۱۸۰م ځای خپل کړی


يو شمېر بې‌وزله مېرمنې چې د ډوډۍ په انتظار دي.
يو شمېر بې‌وزله مېرمنې چې د ډوډۍ په انتظار دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان د بشري پراختیا له اړخه د ۱۹۱ هېوادونو څخه ۱۸۰م ځای خپل کړی دی.

د بشري پراختیا راپور چې، د بشري پراختیا په دریو اړخونو کې منځنۍ لاسته راوړنې اندازه کوي لیکي چې، افغانستان په تېرو دریو کلونو کې د بشري پراختیا شاخصونو کې کمښت ته دوام ورکړی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د پالیسۍ د څانګې مشر سوراب سینا ازادي راډيو ته وویل چې، اوسني واکمنان باید د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره پراخ پروګرامونه تنظیم کړي.

حمیدې مهر دل چې د کابل پوهنتون د عکاسۍ په برخه کې زده کړې او له تېرو شپږو کلونو راهیسې په همدې برخه کې کار کاوه وايي، پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل مخکې يې د یونېسف او د نیمرخ په نوم له یوې اوونیزې سره د انځور اخیستلو په برخه کې دنده درلوده خو د طالبانو له راتګ وروسته دنده له لاسه ورکړه.

نوموړې وايي: "د اسلامي امارت له راتګ وروسته په کور ناست یم، دا خپله یوه لویه مسله ده، اوس مې چې دنده له لاسه ورکړې نو ګټه وټه مې نشته چې لږ تر لږه خپل ژوند پرې پر مخ یوسم."

يوه افغانه خبرياله - ارشيف
يوه افغانه خبرياله - ارشيف

د حمیدې مهردل کیسه د زرګونو نورو هغه افغانانو کیسه ده چې پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ وروسته يې دندې له لاسه ورکړي او اقتصادي وضعیت يې بدتر شوی دی.

تازه د ملګرو ملتونو د انکشافي پراختیا برنامې یو این ډي پي په خپل راپور کې لیکلي دي چې، افغانستان د ۱۹۱ هېوادونو په منځ کې د بشري پراختیا په برخه کې ۱۸۰ ام ځای خپل کړی دی.

د بشري پراختیا راپور چې، د بشري پراختیا په دریو اړخونو کې "د عمر سلامتي، زده کړه او مناسب ژوند" اندازه کوي لیکلي، افغانستان په تېرو دریو کلونو کې د بشري پراختیا شاخصونو کې کمښت ته دوام ورکړی.

په دې راپور کې راغلي دي، په افغانستان کې له ۲۰۲۰ کال را په دېخوا د سړي سر ناخالص عاید کې کموالی راغلی دی.

افغانستان کې لوږه او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې، چې په دې اړه نړيوالې اندېښنې هم ښودل شوي.
افغانستان کې لوږه او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې، چې په دې اړه نړيوالې اندېښنې هم ښودل شوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د پالیسۍ د څانګې مشر سوراب سینها د دې راپور په اړه ازادي راډیو ته وویل: "UNDP اندېښنه لري چې د بشري پراختیا شاخصونه مخ په کمېدو دي ، موږ په افغانستان کې په حاکمو چارواکو غږ کوو چې د یو ټول‌شموله پالیسۍ په جوړولو سره د افغانانو د ښه ژوند غوښتنو ته ځواب ووايي."

هڅه مو وکړه چې یو این ډي پي د دغه راپور په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو ویاندویانو يې د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې خلکو ته د کاروبار د زمینو د رامنځته کولو هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې د بې کارۍ کچه اوج ته رسېدلې ده.

دغه شان طالبانو په کور دننه له مېرمنو دندې اخیستې او پر دوی يې له محرم پرته د سفر او له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو دروازې تړلي دي.

د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ همدا اوس افغانستان له سخت بشري او اقتصادي ناورین سره لاس او ګریوان دی چې د افغانانو په ژوند يې منفي اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG