د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

بېلا بېلو ولايتونو کې سېلابونو مالي او ځاني زيانونه اړولي


ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته زيانونه اړولي.
ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته زيانونه اړولي.

د افغانستان په درې ولایتونو کې له تېرې ورځې راهیسې د سېلابونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي او شپاړلس نور ټپیان شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویلي دي، چې تېره شپه په میدان وردګ، غزني او کاپیسا ولایتونو کې سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

سېلابونو تازه په میدان وردګ، کاپیسا او غزني ولایتونو کې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "تېره شپه د غزني د مقر په اړوند سیمه کې د سېلابونو له امله یو موټر چپه شوی دی چې پنځه تنه په‌کې شهیدان شوي دي، په شهیدانو کې دوه ښځې او پنځه ماشومان دي، په میدان وردګ کې تېره شپه د سېلابونو له امله څلور تنه شهیدان شوي نهه نور ټپیان دي، دغه شان په کاپیسا کې د سېلابونو له امله پنځه تنه شهیدان شوي او اوه نور ټپیان شوي دي."

ښاغلی حقاني وايي چې په یادو سیمو کې خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

دی وايي لسګونه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

نوموړي دغه شان وویل، چې یو شمېر سېلاب ځپلو سیمو ته لومړنۍ مرستې رسېدلي او ځينو نورو ته به هم ورسیږي.

ډېری هغه سيمې چې سېلابونه په‌کې راوتلي خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د مرستو غوښتنه کوي.
ډېری هغه سيمې چې سېلابونه په‌کې راوتلي خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د مرستو غوښتنه کوي.

خو د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر سېلاب ځپلو ازادي راډيو ته وویل، چې تر دې دمه ورسره هیڅ ډول لومړنۍ او بېړنۍ مرستې نه دي شوي.

محمد نور چې د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی دی ازادي راډيو ته وويل: "دلته ډېر شدید بارانونه دي، سخت بارانونه او سېلابونه راوتلي دي، د خلکو هر څه له منځه تللي دي، حکومت باید له خلکو سره عاجلې مرستې وکړي."

خان محمد بیا د میدان وردګ ولایت د چیک استوګن دی، نوموړی وايي: "تر اوسه موږ سره هیڅ مرسته نه ده شوې، نه هم حکومت راغلی او نه مرستندویه ټولنې، خلکو ته پراخه مالي زیانونه اوښتي دي، د خلکو باغونه او کروندې له منځه تللي دي."

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پراخ سېلابونه راوتلي او د مرګ‌ژوبلې سربېره یې خلکو ته ډېر مالي زیان هم اړولی دی.

د افغانستان په ډېری ولايتونو کې اوس هم د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.
د افغانستان په ډېری ولايتونو کې اوس هم د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

ننګرهار، پروان، ارزګان او کاپیسا هغه ولایتونه دي چې په تېرو څو ورځو کې په‌کې سېلابونو لږ تر لږه څلوېښت تنه مړه کړي او له سلو ډېر يې ټپیان کړي دي.

د سېلابونو او سختو اورښتونو له امله په داسې حال کې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول شوي چې تازه د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

ننګرهار، لغمان، نورستان، کونړ، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، بامیان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل، ارزګان، دایکندي او کندهار هغه ولایتونه یاد شوي دي چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.

يادې ادارې ویلي دي، چې په دې ولایتونو کې به نن او سبا چهارشنبه تر سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راووځي.

په اعلامیه کې راغلي، چې په دغه ولایتونو کې به د اورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پوري وي.

افغانستان سږ کال د طبیعي پېښو له امله د بل هر وخت په پرتله ډېر ځپل شوی، هغه هم داسې مهال چې د خلکو اقتصاد تر ټولو ټيټې کچې ته را لوېدلی او د راپورونو پر بنسټ بې‌وزلي تر ۹۵ سلنې رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG