د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

بشري ناورین؛ راپور: هره ورځ افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله مري


ارشیف: په خوارځواکۍ اخته افغان ماشوم
ارشیف: په خوارځواکۍ اخته افغان ماشوم

په یوه تازه راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې چې د طالبانو په ولکه کې دی، هره ورځ ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مري.

په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ناوړه حال په باب دا وار د یوې بلې نړیوالې رسنۍ تازه راپور دغه وضعیت لا کړکېچن ښيي.

د سي بي ایس نیوز تلوېزیوني شبکې تازه راپور چې پرون د دې شبکې پر ویبسایټ خپور شو وايي، په افغانستان کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، هره ورځ په خوارځواکۍ اخته ماشومان مري.

د کابل په اندراګاندي روغتون کې یوه ډاکټر د یادې شبکې خبریال ته ویلي، چې د ورځې په خوارځواکۍ یو یا دوه ماشومان ساه ورکوي.

خو د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې وضعیت تر دې ښايي ناوړه وي، چې خلک په کې روغتیايي اسانتیاوې او حتی تر روغتیايي مرکزونو د ناروغانو د لېږدولو وس نه لري.

د CBS News په راپور کې اټکل شوی چې په افغانستان کې ۹۰ فیصده کورنۍ کافي خواړه نه لري، چې ډېر زیان یې هم ماشومانو ته رسېږي.

خو د طالبانو په روغتیا وزارت کې د تغذیې د برخې مشر ډاکټر محمد وزیر حامد ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په باب د نړیوالو اندېښنې دومره هم جدي نه دي.

هغه وویل: "تر هر چا موږ وضعیت ښه درک کولی شو. سو تغذي چې په کوم حد کې دی، موږ په ساحه کې موجود یو، نه پوهېږم کومې نړیوالې ادارې دا خبرې کوي. په نړۍ کې چې کومې ادارې د سو تغذي په تداوۍ دخیل دي، په افغانستان کې د هغوی له دفترونو سره په تعامل کې یو. موږ عملاً وینو چې الحمد اله حالت کنټرول دی."

د روان لمریز کال په لومړیو کې د طالبانو روغتیا وزارت ویلي وو، چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، درې میلیون او څلورو لکو ته رسېږي.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان هم په خپاره شوي راپور کې ویلي وو، چې څه دپاسه یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ خطر سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG