د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۵

ټرمپ او زلنسکي ویلي چې د اوکراین د جګړې پای ته ( ډېر نژدې) شوي، خو د دونباس موضوع نا حله پاته ده


فلوریدا کې تر لیدو کتو وروسته د ټرمپ او زلنسکي ګډ خبري کانفرانس
فلوریدا کې تر لیدو کتو وروسته د ټرمپ او زلنسکي ګډ خبري کانفرانس

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د اوکراین د سولې خبرې " په ښه لوري" روانې دي. هغه د یکشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره تر لیدو کتو وروسته وویل، د جګړې د پای ته رسېدو هوکړې ته " ډېر نژدې " شوي دي.

دواړو مشرانو په فلورېدا کې تر دغو لیدو کتو وروسته یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې یوشمېر لانجمنې مسلې لا هم بې حله پاته دي.

دغو لانجمنو مسلو کې یوه هم د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې برخه لیک دی چې د امریکا د وړاندیز شوي پلان له مخې، اوکراین یې باید روسیې ته وسپاري.

ټرمپ او زلنسکي دواړو وویل چې دا یوه سخته مسله ده، خو ټرمپ زیاته کړه چې د دغې موضوع حل ته په نژدې کېدو دي.

اوکراین ټینګار کوي چې د اوسنۍ نقشې کرښې یې باید ثابتې پاتې شي، خو رویټرز اژانس لیکلي چې متحده ایالتونه چې د سولې په هڅه کې دي، دا پلان هم لري چې دونباس به یو ازاد اقتصادي زون اعلانوي او اوکرایني ځواکونه به ترې وځي.

د ښاغلي ټرمپ په وینا، تر څو اونیو پورې به څرګنده شي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې بریالۍ کیږي او که نه.

د جګړې له پای ته رسیدو وروسته اوکراین ته امنیتي ضمانتونه هغه موضوع ده چې زلنسکي وویل، ترلاسه شوې، خو ډونالډ ټرمپ بیا وویل چې دا موضوع ۹۵ فیصده حل شوې او زیاته یې کړه، تمه لري چې اروپایي هېوادونه د امریکا په ملاتړ دې چاره کې " لویه برخه" واخلي.

پرون مخکې تر دې چې د اوکراین ولسمشر او ورسره مل پلاوی یې فلوریدا کې د ټرمپ هستوګنځای ته ورسیږي، ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره ټیلفوني خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر له پوتین سره خبرې " ګټورې" او روسي اړخ " دوستانه" بللې دي.

د ولادمیر پوتین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، اوکراین باید " له ډېر ځنډ پرته" د دونباس په اړه پریکړه وکړي.

د اوشاکوف په خبره، پوتین ټرمپ ته ویلي چې د اورپایي ټولنې او اوکراین د ۶۰ ورځو اوربند وړاندیز به جګړه نوره هم اوږده کړي.

XS
SM
MD
LG