د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

یونیسف په افغانستان او نړۍ کې ماشومانو ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه


افغان بې وزله ماشومان
افغان بې وزله ماشومان

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف د نړۍ د اوو لویو اقتصادلرونکو هېوادونو یا له ډلې یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې ماشومانو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق د نړۍ د اوو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا G-7 له ډلې غواړي، په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې هغه ماشومان پامه ونه غورځوي چې د بېوزلۍ او نورو ستونزو له کبله له خوارځواکۍ کړېږي.

په افغانستان کې د یونیسف د ارتباطاتو مشرې سم مورت پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د خپلې ادارې غوښتنه مطرح کړه.

هغې زیاته کړه: "د روان کال له پیله د لوږې نړیوال بحران په هرو ۶۰ ثانیو کې یو ماشوم په خواځواکۍ اخته کړی. د افغانستان په ګډون چې زه دا مهال په کې یم، د نړۍ ۱۵ هېوادونه له دغه بحران سره مخامخ دي."

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

په جرمني کې، د نړۍ د اوو لویو اقتصادلرونکو هېوادونو ډلې سرمشریزه نن یکشنبه پیلېږي، چې تر راروانې سې شنبې دوام کوي.

ملګري ملتونه وايي، په اوکراین کې روانې جګړې، په افغانستان کې وروستیو طبیعي افتونو او سیاسي بدلونونو د ماشومانو لپاره شرایط لا پېچلي کړي دي.

یونیسف د G-7 ډلې د سرمشریزې په درشل کې په زیانګالو هېوادونو کې ۸ میلیونه ماشومانو ته د درمل بخښونکو خوړو برابرولو لپاره د یو اعشاریه ۲ ملیارد ډالرو بسپنې غوښتنه وکړه.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې او افغاني سرې میاشتې ټولنې تېره میاشت په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان ماشومانو د خوراکي وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې وه او ویلي یې وو چې ۳ ملیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG