د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

بشري ناورين؛ ملګري ملتونه: افغان ښځې او ماشومان زيات اغېزمن شوي


په کابل ښار کې د نانوايي مخته وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې. January 24, 2022
په کابل ښار کې د نانوايي مخته وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې. January 24, 2022

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په افغانستان کې جګړو، وچکالۍ او اقتصادي ناورین د ماشومانو لپاره بې سارى بشري بحران رامنځته کړی دی.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق يا يونېسف د نړیوالو اړیکو او ملاتړ مسوولې پالوما اسکودیرو چې افغانستان ته تللې پرون یو لړ ټوېټونو کې لیکلي دا یې په سترګو ولیدل چې څنګه لسیزو جګړو، وچکالۍ او اقتصادي رکود د ماشومانو لپاره یو بی ساری بشري ناورین رامنځته کړی.

پالوما اسکودیرو لیکلي چې د پکتیا په روغتون کې یې له لسګونو میندو سره لیدلي، چې ټولو یې د خپلو خوارځواکو ماشومانو د بیړنۍ درملنې غوښتنه درلوده.

د آغلې ایسکودیرو په وینا، یونیسف له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، د بېلګې په توګه په ټول افغانستان کې یې ۲۲۱۵ روغتیايي مرکزونه چې ۱.۴ میلیونه ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي، د یونیسف له خوا یې ملاتړ کېږي.

آرشیف: د کابل ښار يوه څنډه
آرشیف: د کابل ښار يوه څنډه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اسیا پاسیفیک برخې هم په ټویټر کې لیکلي چې افغانان دا مهال د خوړو د کمښت او خوارځواکۍ له بې سابقې بحران سره مخ دي چې ښځې او ماشومان یې تر ټولو زیات اغېزمن کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي په خپل ټوېټر په یوه ویډیويي پیغام کې له افغانانو سره د مرستې غوښتنه کړې.

ګراندي زياته کړه: "زه په داسې شرایطو کې غږېږم چې په اوکراین او ګاونډیو هېوادونو کې یې یو ستر بشري ناورین د پراختیا په حال کې دی. البته د اوکراین په څېر لویو بحرانونو ته باید پام کې وشي، خو زما پیغام دا دی چې د افغانستان په څېر سیمې نه شو هېرولی چې په دوامداره توګه د یو ان اچ سي ار او نورو مرستندویه ادارو ملاتړ ته اړتیا لري."

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسیس هم پرون (اپریل ۱۷) د روم په سینټ پیټرز میدان کې د «ایسټر» په مناسبت په خپله دودیزه وینا کې په افغانستان کې د بشري ناورین یادونه وکړه."

پاپ فرانسیس
پاپ فرانسیس

هغه وویل: "موږ له خدایه د میانمار او افغانستان لپاره چې خطرناکې ټولنیزې لانجې په کې نه کمېږي او خلکو ته یې غمجن بشري ناورین او کړاو رامنځته کړی سوله او پخلاینه غواړو."

د ملګرو ملتونو د ادارو او نورو نړیوالو موسسو په وینا، د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو له یو ځل بیا واکمنېدو سره ډېری افغان ماشومان له ښوونځیو محرومه شوي او د خپلو کورنیو په خاطر باید یا سوالګري وکړي یا شاقه کارونو ته مخه کړي ځکه میلیونونه کسان له لوږې سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG