د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ملګري ملتونه: په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر ډېر شوی


ارشیف: په خوارځواکۍ اخته افغان ماشوم
ارشیف: په خوارځواکۍ اخته افغان ماشوم

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف وايي، د تېرکال په پرتله افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه چنده شوی دی.

خوارځواکي هغه ناروغۍ چې ورځ تر بلې یې لمنه په افغانستان کې پراخېږي.

هغه تصویري راپور چې رویټرز خبري اژانس په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په اړه جوړ کړی په کې لیدل کېږي، چې یوه مور په ژړا د خپل ماشوم د ناروغۍ کیسه کوي.

هغه وايي: "ډېره خواشینې یم. موږ ټول، خویندې یې، خاوند مې، ان تر دې چې یوه اونۍ مې خاوند ووتو، وویل چې ځم ایران ته، ما ورته وویل چې شرم دی، زه یې درمل نه شم اخیستلای، شیدې یې نه شم اخیستلای، زما لور زما په وړاندې له منځه ځی، زه څه وکړم؟"

په دغه ویډو کې د کابل په (اندراګاندې) روغتون کې په خوارځواکۍ څو اخته ماشومان په یو بستر کې لیدل کېږي، هغه هم به ګرمه هوا کې خو میندې یې د لاسي پکیو له لارې غواړي د خپلو ماشومانو لپاره فضا بدله کړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتوو وجهي صندوق یا یونېسف تازه ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې ۱،۱ میلیون هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلنو کم دي له خوارخواکۍ کړېږي.

عارفه چې د دو ماشومانو مور ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، دې او خاوند یې د طالبانو له واکمنۍ مخکې شاخوا ۲۷ زره افغانۍ عاید درلود، خو اوس یې د خاوند ورځنی عاید ۵۰ افغانۍ دی چې د میاشتې ۱۵۰۰ افغانۍ کېږي.

نوموړې وايي، اوسمهال په کابل کې ژوند کوي او وزګاره ده.

ارشیف: په ارزګان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان تر درملنې لاندې دي.
ارشیف: په ارزګان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان تر درملنې لاندې دي.

هغه زیاتوي: "په دې کې طالبان مقصره دي، دوی چې راغله هېڅ حکومت نه شي کولای. ټول ماشومان وږي دي، بېلګه یې زما ماشومان دي چې په خوارځواکۍ اخته دي. له هغې ورځې چې طالبان راغلي موږ ښه ورځ نه ده لیدلې."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتونو ته ځواب ونه وایه.

یونېسف د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ماشومانو وضیعت له پخوا زیات بد ښودلی.

یونېسف ویلي، چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د ۲۰۲۲ کال د مې میاشتې پورې ۲۸۰۰۰ ته رسېدلی چې دغه شمېر تېر کال په همدومره موده کې ۱۸۰۰۰ و.

د دغې ادارې د خوارځواکۍ برخې مسوول میلاني ګالوین له رویټرز سره په خبرو کې ویلي: "په تېر یو کال کې او له هغې وړواندې په دې کې شک نه شته چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره زیات شوی. زه دغه شمېر د ښه کېدو په طرف نه ګورم بلکې ګورم چې له بده بدېږي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ کونکې ادارې اوچا د روانې میلادي میاشتې په ۱۱ مه وویل چې په افغانستان کې ۲۵ میلیونه ماشومان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او نږدې ۹۰۰ زره کسان وزګار شوي دي.

خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي و، یو شمېر اقتصادي پروګرامونه لري چې پلي کېدل یې وخت غواړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG