د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د غزني روغتیایي چارواکي: د خوارځواکو ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی


ارشیف؛ خوارځواکې ماشومه په بستر کې
ارشیف؛ خوارځواکې ماشومه په بستر کې

په غزني کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. د غزني ولایت د روغتیا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ډیریو ستونزو له امله په ماشومانو کې د خوار ځواکۍ کچه په تیزۍ سره مخ په لوړېدو ده.

د عامې روغتیا رئيس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل ازادي راډیو ته وویل، جګړې، فقر، بې وزلۍ او داسې نور هغه څه دي چې د دغه ماشومانو په شمېر کې یې زیاتوالی راوستی دی.

ښاغلی نېکمل زیاتوي: "د خوارځواکۍ پېښې په غزني کې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي، قهطي، ناامنۍ، بې کارۍ، وچکالۍ، ټولنیزې ستونزې، د سواد ټېټه کچه او داسې نور هغه اساسي لاملونه دي چې خلک یې ځپلي دي او نه شي کولی چې خپلو ماشومانو ته د پام وړ غذا برابره کړي."

د عامې روغتیا رئيس ډاکټر ظاهرشاه نیکمل
د عامې روغتیا رئيس ډاکټر ظاهرشاه نیکمل

ډاکټر ظاهر شاه نېکمل زیاتوي، که یوې خوا ته د خوار ځواکو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي نو بل لور ته د غزني د قره باغ او مقر په ولسوالیو کې د خوارځواکو ماشومانو د بستر څانګې د جګړو او بمبارۍ له امله له منځه تللې دي چې له امله یې د شپږو ولسوالیو لپاره دغه خدمات په ټپه درېدلي دي.

نوموړی زیاتوي، په دغه برخه کې تر یوې اندازې شيدې، درمل او مسلکي ډاکټران لرو، خو له بده مرغه چې د ځای له ستونزې سره لاس او ګرېوان یو.

ښاغلی نېکمل د روغتیا په برخه کې له نړیوالو څخه د مرستې د دوام غوښتنه کوي.

نوموړی وايي: "د مقر په روغتون کې چې کله د تغذي واټ بمبار شو، هغه مکمل له منځه لاړ، اوس هلته ناروغان نه بسترېږي، په خوا به هلته د مقر، ناوې، ګېلان او د هزاروو سیمو ناروغان ټول بسترېدل، له بل لوري ورته موضوع په قره باغ کې هم ده چې اوس هغه لوډ د غزني پر ملکي روغتون دی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېر کال د یوې سروې له مخې ویلي و چې په دې هېواد کې څه باندې ۴۰ سلنه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

روغتیاپالان خوارځواکي د ټولنې د وګړو په ځانګړي توګه د ماشومانو لپاره یوه خطرناکه ناروغي یادوي.

روغتیاپالان خوارځواکي د ټولنې د وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره یوه خطرناکه ناروغي یادوي.
روغتیاپالان خوارځواکي د ټولنې د وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره یوه خطرناکه ناروغي یادوي.

د عامه ناروغیو متخصص ډاکټر نظر افغان وايي، خوار ځواکي د نورو ستونزو ترڅنګ د ماشوم، مغز او دماغ ته هم صدمه رسوي چې وروسته بیا د عصبي ستونزو لامل هم ګرځي، د وجود نور غړي یې وده نه کوي، د وجود مقاومت یې ټيټ او په نتيجه کې ډېری وخت ناروغه کېږي، د ډېرې ډنګرۍ او يا پړسوب ناروغي هم ورته پيداکېږي.

ډاکټر افغان زیاتوي: "خوارځواکي په ماشومانو کې د قد د ټیټوالي سره سره بېلابېلې ناروغۍ هم رامنځته کوي، لکه زیات ډنګر والی زیات چاغوالی او داسې نور، خو د دې ترڅنګ د ماشومانو ذهن، فکر او د وجود پر دفاعي سیسټم هم منفي اغېزې لري."

د غزني ولایت اوسېدونکي له څه باندې یوې لسیزې څخه وخت په وخت تر سختو جګړو راتیر شوي چې د دغه جګړو له امله یې ډیری خلک له فقر، بې وزلۍ، ټولنیزو او هر اړخیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې یو یې هم په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه لوړېدل دي.

XS
SM
MD
LG