د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

ډاکتران: د ماشومانو د زېږون ترمنځ واټن مراعتول ګڼې ستونزې کموي


کندز کې د روغتون دننه روغتيايي کارکوونکي د مور او ماشوم پالنه کوي
کندز کې د روغتون دننه روغتيايي کارکوونکي د مور او ماشوم پالنه کوي

په کندز ولایت کې یو شمېر ډاکتران وایي، کورنۍ باید د اولادونو د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونیسي او فاصله نه مراعتول د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کوي او پردې سربېره کورنۍ له بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي ستونز سره هم لاس او ګریوان کېږي.

د کندز د حوزوي روغتون یو شمېر ډاکتران له ټولو کورنیو غوښتنه کوي، چې د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونیسي، ځکه زیات شمېر ميندې د کورنۍ فشار او د دودېزو مسایلو له کبله د زېږون ترمنځ فاصله نه مراعتوي، چې له امله ډېرې وخت ميندې د زېږون پرمهال خپل ژوند او یا هم ماشوم له لاسه ورکوي.

د کندز د حوزوې روغتون د زېږون د څانګې متخصصې ډاکترې آمنې موسی زۍ په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "د اولادونو د زېږون ترمنځ واټن نه مراعتول د ميندو د ویني فشار زیاتېږي، د ولادت په وخت کې ډېره وینه ضایعه کوي، چې د دوی د کمزوری او مړینې سبب کېږي، پردې سربېره ماشوم ته شيدې نه شي ورکولي او کله چې ماشوم د مور له شيدو محروم شې په خوارځواکي اخته کېږي."

د ډاکترانو د خبرو له مخې، چې د پرله پسې زېږون له امله ميندې خپل ځواکمنتیا له لاسه ورکوي، د وینې کموالي او د زړه ناروغۍ ورته پېدا کېږي او پردې سربېره کوچنیان یې له فکري او جسمې اړخه هم کمزورې وي.

د کندز د حوزوي روغتون يوه څنډه
د کندز د حوزوي روغتون يوه څنډه

د حوزوي روغتون د زېږون د څانګې یوې بلې ډاکترې مرادګل قادري وویل: "کومې ښځي چې دلته د زېږون لپاره مراجعه کوي له ولادت وروسته موږ ورته پوهاوى او مشوره ورکوو، چې د کورنۍ تنظیم پلان مراعت کړي. باید د حاملګۍ ضد ګولۍ او پيچكاری وکاروي او له نورو صحي مېتودونو کار واخلي څو لږ تر لږه زېږون ترمنځ دوه کاله فاصله رامنځته شي."

د کندز پوهنتون استاده فرزانه وايي، د اولادونو ترمنځ واټن نه مراعتول له امله کورنۍ د خپلو ماشومانو ښوونې او روزنې ته رسېدنه نه شي کولاى.

هغه وايي:"زیات شمېر کورنۍ د اولادونو ترمنځ فاصلې ته پام نه کوي چې له امله خپل ژوند تريخوي ځکه د زېږون ترمنځ واټن نه مراعتول د دې سبب کېږي، چې موږ خپل ماشوم ته محبت او مينه نه شي ورکولى او پر دې سربېره د ماشوم، خوراک، څښاک، روغتیا، پوښاک او ښوونې او روزنې ته هم رسېدنه نه شي کولى."

دینی عالمان بیا وايي، چې مور بايدپوره دوه كاله خپل ماشوم ته شيدې وركړي، ځکه دا مسئله خپله د زېږون تر منځ واټن رامنځته کوي.

د روغتیايي کارکوونکو په خبره، که کورنۍ د اولادونو د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونيسي، هم به مور او هم به يې ماشوم له ښې روغتيا برخمن وي او هم به له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره نه مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG