د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

یونېسف: ۲۰۲۲ کې به په افغانستان کې ۳ میلیونه او ۲ لکه ماشومان خوارځواکه شي


افغانستان کې خوارځواکه ماشومان
افغانستان کې خوارځواکه ماشومان

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ مرکزي روغتون ته هره ورځ ځینې میندې او پلرونه خپل ماشومان چې ډېری یې په خوارځواکۍ اخته دي د درملنې لپاره راولي.

د یوه ناروغ ماشوم مور ازادي راډیو ته وویل: "ماشوم مې وږی دی. په کور کې د ماښام اوړه نه لرو. له خیرو کارېزه هره ورځ په پښو راځو، ماخوستن په پښو نه شو ولاړېدلی. د مرستې مواد نه راکوي، واسطه دارو ته ورکول کېږي. د کوچنیانو مسوولیت راترغاړې دی."

د ترینکوټ په مرکزي روغتون کې هم د افغانستان د اکثرو نورو روغتیايي مرکزونو په څېر روغتیايي امکانات، د درملنې اسانتیا او په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د تغذیې سهولتونه کم دي.

د یوه بل تن ناروغ پایواز بیا وايي:"ما دې قران ووهي که د ماښام یا هم د سهار لپاره څه د خوړلو لرو. دومره څه هم نه لرو چې دغو خوارځواکو ماشومانو ته یې په خوله کې ورکړو. نن مې پنځمه ده چې پر تبۍ (تبخي) مې اوړه نه دي اوار کړي."

که پخوا په ارزګان ولایت کې د جګړو له کبله د ماشومانو ژوند له ستونزو سره مخامخ و، په وروستیو میاشتو کې لوږې او بې وزلۍ د ډېرو ماشومانو ژوند تریخ کړی دی، خو دا یوازې ارزګان ولایت نه دی.

د ترینکوټ مرکزي روغتون
د ترینکوټ مرکزي روغتون

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله په ټول افغانستان کې تر ۱۰ میلیونو زیاتو ماشومانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده.

په افغانستان کې د یونېسف د ارتباطاتو متخصص، سلام الجنابي ازادي راډیو ته وویل، د دوی د اټکل له مخې به ۲۰۲۲میلادي کال چې نن یې لومړۍ ورځ ده، افغان ماشومانو ته د نورو کړاوونو سبب هم شي.

نوموړی وايي: "له بده مرغه ۲۰۲۲میلادي کال به احتمالاً په افغانستان کې ماشومانو، میندو او پلرونو ته ډېرسخت کال وي. پوهېږو چې د افغانستان نیمايي نفوس به د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخامخ وي، په دې معنی چې دوی نه پوهېږي بل وخت ته به خواړه له کومه کوي؟ دا وضعیت به لس میلیونه ماشومان اغېزمن کړي. د UNDP د اټکل له مخې د افغانستان د نفوس شاا و خوا ۹۷ فیصده به د کافي عوایدو د نشتوالي له کبله له سختې بې وزلۍ څخه کړېږي، دا مسئله به واقعاً له څو اړخونو ماشومان اغېزمن کړي."

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د تېرې اګسټ میاشتې تر تحولاتو وروسته چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې د بې وزلۍ اندازه نوره هم پراخه شوه.

په افغانستان کې د بې وزلۍ له کبله ان ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو خرڅولو یا هم دې ته اړې شوي چې خپلې وړې لوڼې په کوچنیوالي کې د بل چا په نوم کړي.

په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم
په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په خپل پروني راپور کې په هرات ولایت کې د وچکالۍ او جګړو له کبله د یوې بې ځایه شوې کورنۍ پر وضعیت راپور خپور کړی دی.

د راپور له مخې د کور مېرمنه عزیزه ګل په دې نه پوهېده چې مېړه یې د هغې له مشورې پرته خپله لس کلنه لور د بل چا په نوم کړې ده.

نوموړې وویل:"په کور کې مو د خوړلو لپاره څه نه درلودل. خپل مېړه ته مې وویل چې ډودۍ راوړه چې ماشومان له لوږې مري. د څه وخت لپاره یې خواړه راوړل، یوه ورځ مې ورڅخه پوښتنه وکړه چې ته خو کار نه لرې دا خواړه له کومه کوې؟ راته ویې ویل خپله لور مې مېړه ته ورکړه د هغې د ولور په بدل کې خواړه رانیسم. ما چیغې کړې، جنجال مې ورسره وکړ، زړه مې نږدې و وچوي، ورته ومې ویل خپله لور په وړوکوالي کې نه ورکوم."

د عزیزه ګل خاوند ویلي، ده غوښتل خپل یو اولاد وپلوري چې په مرسته یې د شپږو نورو اولادونو ژوند یې وژغورل شي.

ملګري ملتونه وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې د لوږې او بې وزلۍ اندازه زیاتېږي.

د دې ادارې د اټکل له مخې، په دغه هېواد کې به د نوي میلادي کال تر پایه درې میلیونه او دوه لکه ماشومان چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کم دي، له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

XS
SM
MD
LG