فاطمه د درې ورونو په ګډون د پلار او څلورو خویندو سره په کابل ښار کې د ناچارۍ شپې او ورځې سبا کوي.
هغې ازادي راډيو ته وویل، درې واړه ورونه یې چې له دې کوچنیان دي له سهاره تر بېګاه د سړک د غاړې پلاستیکي توکي ټولوي.
د نوموړې په خبره، ورونه یې د همدغه پلاستیکي توکو د راټولولو په وسیله خپلې کورنۍ ته یو مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کوي: " درې ورونه لرم، ټول پلاستیکي شیان ټولوي، راټول شوي توکي پلوري او د ورځې له ۵۰ افغانیو نیولی تر ۱۰۰ افغانیو پورې ګټي، موږ د همدغه پېسو له لارې د خپل کور مصارف پوره کوو."
فاطمه چې په یو دولتي پوهنتون کې د کیمیا په ځانګه کې زده کوونکې ده، د خپل راتلونکي لپاره اندېښنه لري.
خو دا یوازې فاطمه نه ده ښايي د دې په څېر ډېر نجونې وي چې د تحصیل له نعمته بې برخې دي، هغه څه چې بیا تراوسه یې طالبان په اړه ښکاره تګلاره نه لري.
نوموړې وايي، د ژمي په راتک سره کله نا کله ان تر دې ناچارېږي چې د ګاونډیو دروازې ور وټکوي څو د ځان د ګرمولو لپاره ترې سونګ توکي واخلي.
له دې سره هممهاله د ماشومانو د ملاتړ سازمان (Save the Children) په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ میلیونه ماشومان نه پوهېږي چې راتلونکي خواړه به یې کله او څنګه ورسیږي؟
دغه سازمان ګواښ کوي چې د روان میلادي کال تر پایه به شااوخوا ۳،۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له جدي حالت سره مخ شي.
د دې سازمان ویاندې کریستیانا مارتون په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: " میلیونونه ماشومان په افغانستان کې له مرستو بې برخې پاتې دي، ښوونځیو ته له تګه محروم پاتې، روغتیايي خدمات ورته نه رسول کېږي، اوسمهال افغانستان د ولږې له سخت ناروین سره مخ دي، ۱۴ میلیونه ماشومان نه پوهېږي چې د راتلونکې شپې ډوډۍ له کومه ځایه راځي، له دې سره هممهاله د میلیونونو ځوانانو ژوند له خطر سره مخ دی."
د اغلې مارتون په خبره، د کافي خوړو نشتون او بېلابېلې ناروغۍ ښايي د افغانستان ډېری ماشومان له مرګ سره مخ کړي او دا حالت په ډیرېدو دی.
دغه سازمان له نړۍ او د ماشومانو له ځانګړو بنسټونو غوښتنه کړې چې د افغان ماشومان د معافیت لپاره خپلې بشري مرستې چټکې کړي.
له دې ورهاخوا د خوړو نړېوال سازمان هم په یو راپور کې له دې وړاندې ویلي و چې شااوخوا یو میلیون ماشومان سالمو خوړو ته د نه لاسرسي په صورت کې د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له حاکمیت وروسته ګڼ شمېر هېوادونو له افغانستان سره بشري مرستې کړي، خو تر اوسه نه ده روښانه چې دغه مرستې څومره کسانو ته رسول شوي دي؟
طالبانو هم له دې وړاندې د مرسته کوونکو هېوادونو څخه غوښتي وو چې بشري مرستې سیاسي نه کړي او د افغانستان روانو حالاتو ته په کتو سره خپلې مرستې جارې وساتي.