د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

د بشري مرستو مؤسسو له کاناډا غوښتي چې پر طالبانو بنديزونه نرم کړي


طالبان
طالبان

د بشري مرستو مخکښو مؤسسو د کاناډا له حکومته وغوښتل چې پر طالبانو بندیزونه نرم کړي څو په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته، چې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري، کومکونه ورسولی شي.

د دوی په وینا د کاناډا قوانین له افغانانو سره د مرستو مخه نیسي او باید په دغو قوانینو کې د یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو په شان بدلون راوړل شي.

د کاناډا د سور صلیب او امینسټي انترنشنل په ګډون ۱۸ خیریه مؤوسسو ویلي، د کاناډا حکومت چې د طالبانو رژیم منزوي کوي، د بشري مرستو لپاره د لارو په موندلو کې تر خپلو سیالانو شاته پاتې شوی دی.

دوی همداراز ویلي چې د کاناډا له لوري بندیزونه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د هڅو خنډ کېږي.

د ملګروملتو په شان د نړیوالو ټولنو له اټکلونو سره سم ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي، روغتیايي خدمات او اقتصاد د سقوط په درشل کې دي.

افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې.
افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې.

د نړیوالو له ډېرو مرستو سره سره لا هم ډېر افغانان مرستو ته اړتیا لري او ورسره شوې مرستې کافي نه ګڼي.

د ارزګان ولایت اوسېدونکی محمد انبیا د یوې داسې اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی چې څو غړي يې نابينا دی.

نوموړی وايي: "د کورنۍ اکثره غړي مو معیوبه دي، کار نه پیدا کېږي، هیڅوک راسره مرسته نه کوي، نو څه وکړو؟ ګدايي وکړو؟"

د بشري مرستو ټولنې وايي، د کاناډا په قوانینو کې تروریستي ضد مادې د دغه هېواد د مرستندویو موسسو مخه نیسي چې له ګودامونو څخه مرستې اړو کسانو ته ولېږي.

د سږ کال په جون میاشت کې د افغانستان د بحران د څېړلو لپاره د پارلمان له لوري ځانګړې ګومارل شوې کمېټې وویل، د کاناډا حکومت ته پکار ده چې په دې برخه کې پر خپلو مقرراتو بیا کتنه وکړي.

کمېټې د امریکا د متحدو ایالتونو، استرالیا، برېتانیا او اروپايي اتحادیې یادونه وکړه چې ټولو افغانستان ته د مرستو د رسېدو لپاره لارې وموندلې.

XS
SM
MD
LG