د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

د خوړو نړیوال پروګرام له ۲۱ میلیون زیاتو افغانانو سره مرسته کړې


ارشیف: په غور کې پر افغانانو د مرسته شویو توکو له بهیره یو انځور
ارشیف: په غور کې پر افغانانو د مرسته شویو توکو له بهیره یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وايي، دوی روان کال په افغانستان کې له ۲۱ میلیون زیاتو افغانانو سره مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، توانېدلي د اسیا پرمختیايي بانک په سخاوتمندانه مالي مرسته په افغانستان کې سږکال تر ۲۱ میلیونو ډېرو افغانانو سره د خوړو په برخه کې مرسته وکړي.

دغه سازمان پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دوی پر اړو افغانانو د ژوند ژغورنې په برخه کې اضطراري خواړه هم وېشلي دي.

خو هره ورځ د افغانستان له بېلابېلو برخو اورېدونکي له ازادۍ راډیو سره په تماس کې شکایت کوي، چې مرستې اړو کسانو ته نه رسېږي.

عبدالباري د هلمند دی.

هغه وايي: "مرستې والا راشي خان، شناخته خېل او خپل خپلوان لیکل کېږي. په دې منځ کې غریب تباه دی نوم یې نه لیکل کېږي."

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړي کافي خواړه نه لري، ۲۴ میلیونه نور وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د اوچا په باور، په افغانستان کې له دغو ستونزو سره- سره ۵ میلیونه او ۸ لکه کسان داخلي بېځایه شوي دي.

وروستیو زلزلو او سېلابونو هم په افغانستان کې ګڼو کسانو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي او د ژمي راتګ ښايي د دوی ستونزې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG