د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

ورځ تر بلې ډېرېدونکې ناامني او اندېښنې؛ خلک: افغانستان کې امنیت نه شته


د کابل برید او امنیت ته د هزاره و اندیښنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

تېره ورځ کابل کې چاودنې له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان شول

په کابل او ولایتونو کې وروستیو ناامنیو افغانان اندېښمن کړي او وايي، دې بریدونو او چاودنو وښوده چې د طالبانو هغه ادعا سمه نه‌ده چې وايي، افغانستان کې بشپړ امنیت راغلی.

کابل نن یو ځل بیا د یوې بلې چاودنې شاهد و، د هغو پېښو تکرار چې د جمهوري نظام پر مهال یې کابل مېشتي شاهدان وو او حکومتي چارواکو به یې پړه پر طالبانو اچوله.

د کابل امنیه قوماندانۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو سیمه کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته د پېښې له ځایه یو تصویر رالېږلی چې ښيي چاودنه پر یوه سراچه موټر شوې.

د معلوماتو پر بنسټ، دا چاودنه خیرخانه کې د مولانا جلال‌الدین بلخي ښوونځي ته نږدې شوې، خو د مرګ‌‌ژوبلې کره جزییات یې نه‌شته.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د دوی یوه لویه دعوه دا وه چې افغانستان ته یې بشپړ امنیت راوستی، هغه ادعا چې د خلکو په باور اوس ننګول شوې.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې کابل، مزار شریف، کندهار، هرات، ننګرهار، ارزګان، هلمند او ډېر نورو ولایتونو کې جوماتونه، ښوونځي، ښوونیز مرکزونه او نور عامه ځایونه په نښه شوي او ملکیانو ته په کې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې.

تر خوا یې په کاپیسا، بدخشان، بغلان او پنجشېر کې د طالبانو او د دوی د مخالفو وسله والو په ځانکړي ډول مقاومت جبهې ترمنځ نښتې شوي چې دواړو لوریو په کې یوه او بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعاوې هم کړي.

دې ټولو ته په کتو افغانان وايي، روانه ناامني ښيي چې د طالبانو دا ادعا سمه نه‌ده چې ګنې ټول افغانستان کې بشپړ امنیت راغلی.

د کندهار یوه اوسېدونکي د خپل خوندیتوب په خاطر ازادي راډیو ته د خپل نوم د نه ښودو په شرط وویل: "لکه څنګه چې طالبان ادعا کوي چې افغانستان کې یې امن قایم کړی، خو موږ او تاسې وینوو چې نن سبا جنایتونه ورځ تر بلې ډېرېږي. افغانان ځانونه خوندي نه احساسوي، وسله‌والې غلاوې، جنایتونه او چاودنې دا هر څه په ډېرېدو دي او د امن په راستو کې طالبان پاتې راغلي دي."

د کابل یو اوسېدونکی هم د خوندیتوب په موخه د خپل نوم د نه ښودو په شرط وايي:
"د طالبانو په راتګ سره د ټولو خوشبیني دا وه چې امنیت به راشي، خو نه دا چې امنیت رانغی، بلکې حالت ورځ تر بلې خرابېږي. د کابل په زړه کې هره ورځ چاودنې کېږي. تېره جمعه په وزیر اکبرخان کې چاودنه شوه او دا جمعه په یوه ښوونیز مرکز کې. دې پېښو خلکو اندېښمن کړي او ان نه غواړي چې د لمانځه لپاره نور جوماتونو ته ولاړ شي."

یو شمېر سیاسیون په کور دننه د خلکو پراخه نا رضایتي او په بهر کې د طالبانو غیرمشروعیت، د افغانستان لپاره ورانونکی وضعیت بولي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې د لمانځه په خطبه کې همدې ټکو ته اشاره کړې.

ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

هغه ویلي: "داخلي وضعیت ته، بهرني وضعیت ته، ګاونډیو سره زموږ مناسبات، دې ټولو ته پام سره، ویلای شوو چې د هېواد داخلي او خارجي وضعیت ترینګلی او د اندېښنې وړ دی. افغانان د دې وضعیت د مقابلې او ترې د وتو لپاره یوې جامع او سوله‌ییزې حل لارې ته اړتیا لري چې دا ناامني او کړاوونه پای ته ورسېږي."

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د افغانستان پر وړاندې د نړۍ حوصله نوره پای ته رسېدلې.

واک ته له نظامي لارې تر رسېدو وړاندې، طالبانو ته نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی و، که چېرې د سولې پر ځای، جګړه غوره کړي، بدې پایلې به ولري.

د سپټمبر په ۲۶مه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یوناما سرپرست مارک پوټزل وویل،افغانستان له سختونو بحرانونو سره مخ دی او که طالبان ګام وانه خلي او د ټولو قشرونو استازولي ونه کړي، ممکن افغانستان له نورو بدبختیو سره هم مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG