د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د کابل وروستۍ پېښې ته غبرګونونه؛ هیدر دغه برید وحشتناک او بوږنونکی وباله


کابل کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي، د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو امکان شته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:37 0:00

د کابل پرونۍ پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د جمعې د ورځې برید د کابل د ښار ارامي یوځل بیا واخیسته.

د پېښې اکثر قربانیان ملکیان او ډېری یې نجونې دي چې د کاج رونیز مرکز ته د کانکور د ازمایښتي ازموینې لپاره راغونډې شوې وې.

پر دې پېښه د افغانستان دننه او بهر پراخ غبرګونه څرګند شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار دا حمله وحشتناکه او بوږنونکې وبلله.

دې د طالبانو پر چارواکو غږ وکړ چې د هزاره و د امنیت لپاره دې پراخې هڅې وکړي.

هیدر بار
هیدر بار

هغه زیاتوي: "دا یوه مسئله ده چې طالبان له دغسې حملو سره څرنګه چلند کوي. داسې ښکارې چې دوی د هزاره اقلیت لپاره د امنیت په برابرولو کې سمه دنده نه ده ترسره کړې او نه دي توانېدلي چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د دا ډول بریدونو قرباني کېږي."

پرونۍ حمله داسې مهال وشوه چې د کاج په رونیز مرکز کې یو نیم سل زده کوونکي وو.

د کابل برید او امنیت ته د هزاره و اندیښنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما دا برید په سختو ټکیو غندلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرین ډیکر ویلي دي چې له زده کوونکو پر ډکې خونې برید د شرم وړ عمل دی.

بل لور ته ایراني رسنیو د عراق د روحاني مشر مقتدا الصدر په وینا راپور ورکړی دی چې ویلي یې دي، طالبان په کابل کې د شیعه و د وژنې مسوولان دي.

د عراق روحاني مشر مقتدا الصدر
د عراق روحاني مشر مقتدا الصدر

مقتدا الصدر زیاتوي چې طالبان په قصدي ډول د دغسې بریدونو په وړاندې پټه خوله وي او یا خو د افغانانو د امنیت توان نه لري.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تر پرونۍ حملې وروسته وویل چې هېواد یې له افغانانو سره مرستې ته چمتو دی.

د ایرنا رسمي اژانس د راپور له مخې دې ایراني چارواکي د طالبانو د حکومت له روغتیایي چارواکو سره د خبرو پرمهال د مرستې غږ کړی دی.

د طالبانو چارواکو هم پرونۍ حمله جنایت بللې او ویلي یې دي چې داعش دا برید کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د امنیت لپاره دوی هڅې کوي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې د داعش تر یو زر څلور سوه ډېر یاغیان نیولي دي.

کابل په تېرو اوو ورځو کې د لږ تر لږه څلورو خونړیو بریدونو شاهد و چې د اکثرو مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG