د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

پر ښوونيزو مرکزونو بريدونه څوک کوي؟


کابل کې کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه
کابل کې کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه

د کابل په دشت برچي سیمه کې نن یوې چاودنې ۱۹ کسه ووژل او ۲۷تنه نور یې ټپیان کړل.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې چاودنه نن سهار د کاج په نوم په یو ښوونیز مرکز کې هغه مهال وشوه چې لسګونه نجونې او هلکان د کانکور د ازمایښتي ازموینې لپاره راټول شوي وو.

فرانسپرس د عیني شاهدانو په حواله راپور ورکړی چې په دې پېښه کې ډېری قربانیانې نجونې دي.

د دې برید مسوولیت تراوسه هېڅ یوې ډلې نه‌دی منلی.

احمد تکل په دې اړه د پخواني حکومت د وسله‌والو ځواکونو له ویاند اجمل عمر شینواري سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي دي چې د ده په اند دا برید به کومې ډلې کړی وي؟

د ښاغلي اجمل عمر شينواري مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00
XS
SM
MD
LG