د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

کابل کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي، د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو امکان شته


کابل کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي، د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو امکان شته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:37 0:00

کابل له څو میاشتو وروسته نن یو ځل بیا د یوې خونړۍ حملې شاهد و. د کابل ښار لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز حمله کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي. ډېری قربانیان هغه زده‌کوونکي وو چې په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره‌یې چمتووالی نیوه.

کابل له څو میاشتو وروسته نن یو ځل بیا د یوې خونړۍ حملې شاهد و.

د کابل ښار لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز حمله کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي. ډېری قربانیان هغه زده‌کوونکي وو چې په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره‌یې چمتووالی نیوه.

طالب چارواکو د وژل شویو شمېر ۱۹ تنه ویلی، خو ښايي شمېرې له دې هم ډېرې وي.

دا وېډیوګانې د کابل محمد علي جناح روغتون ته د ټپيانو له لېږدول کېدو څو شېبې وروسته ازادي راډیو ته استول شوي.

خبرداری: دا وېډیو ځوروونکې شېبې لري.

XS
SM
MD
LG