د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

یوناما: د کابل پرونۍ چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي


د کابل کاج ښوونيز مرکز له چاودنې وروسته
د کابل کاج ښوونيز مرکز له چاودنې وروسته

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وايي، د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.

په کابل کې د تېرې ورځې چاودنې انساني تلفات لوړ شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما تازه د تېرې ورځې چاودنې د تلفاتو ارقام خپاره کړل.

یوناما په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی پلټنو او موندنو پر بنسټ په کابل کې د جمعې په ورځ چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.

یوناما وړاندې لیکي چې په وژل شویو کسانو ډېری برخه ځوانې نجونې او مېرمنې دي.

له بلې خوا بیا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ او د ټپیانو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی.

د کابل برید او امنیت ته د هزاره و اندیښنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل: "موږ چې پرون کوم شمېرې شریکې کړې هغه لومړنۍ شمېرې وې د دې لپاره چې د ځینو ټپیانو حالت ډېر نازکه و، بیا وروسته خبر شو چې شپږ تنو نور په روغتون کې ساه ورکړې ده چې تعداد ۲۵ ته ورسېده او د زخمیانو تعداد ۳۱ ته پورته شوی دی."

تېره ورځ د کابل ښار ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند دشتي برچي سیمه کې د کاج په نوم په یو ښوونیز مرکز کې داسې مهال چاودنه وشوه ګڼ شمېر زده کونکونو ته چې د کانکور ازمایښتي ازمویني لپاره راټول شوي وي مرک ژوبله واړوله.

دغې چاودنې په کور دنننه او بهر پراخ غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.

خو د هزاره ګانو په سیمو کې پر ښوونیزو مرکزونو بریدونو دغه لږه کي اندېښمن کړي.

د کابل د لوېدیځې سیمې اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه ددغه وضیعت دوام او د کابل په غرب کې د حملو دوام د ټولنې په ټولو برخو په ځانګړې ډول په هغو کورنیو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي خورا منفي اغېز او ځوروي یې، خو د افغانستان د خلکو دښمنان دې په دې وپوهېږي چې د کابل د غرب خلک هېڅ وخت د داسې پېښو له امله نه تسملېږي."

د دې سیمې یو بل اوسېدونکي وویل: "د طالبانو حکومت له پیل نه دغې حملې زیاتې شوي او د دې حملو او انتحار مسوولیت د طالبانو ته ورګرځي، دغه حملې د زده کونکو په روحیې ډېر منفي کړی. ټول زده کونکي وېرېدلي دي او شوک یې اخیستی."

سره له دې چې ددغه برید مسوولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستي خو له دې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې د څو بریدونو مسوولیت داعش منلی و.

XS
SM
MD
LG