د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

کابل کې د تېرې ورځې خونړۍ پېښې په غبرګون یو شمېر ښځو لاریون کړی


کابل کې د تېرې ورځې په غبرګون د ښځو د لاریون انځور
کابل کې د تېرې ورځې په غبرګون د ښځو د لاریون انځور

کابل کې په کاج ښوونیز مرکز د برید په اعتراض، نن یو شمېر نجونو او ښځو لاریون کړی.

معترضو نجونو او ښځو نن له ټولو محدودیتونو سره سره خپل غږ پورته کړ.

د دوی د لاریون موخه، د کابل په لوېدیځ کې په کاج ښوونیز مرکز د برید غندل او د عدالت غوښتنه ده.

د کابل برید او امنیت ته د هزاره و اندیښنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

د لاریون یوې ګډون‌والې ژولیا پارسي د لاریون پر مهال ازادي راډیو ته وویل: "زموږ نننی اعتراض په کاج ښوونیز مرکز کې د قرباني شویو نجونو په اړه دی. هدف مو دا دی چې نسل وژنه باید پای ته ورسېږي. یو بدلون باید راشي چې له مخې یې نسل وژنه پای ته ورسېږي. تر هغه چې نسل وژنه پای ته و نه رسېږي او افغانستان کې ځانمرګي کېږي، موږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو. دا د خلکو د زړونو د تسلیت لپاره نه کوو، بلکې دا مبارزه ده او زموږ هدف هم واقعي مبارزه کول دي."

خو مېرمن پارسا په خپله فېسبوک‌پاڼه یوه ویډیو کې چې ژوندۍ خپرېده، ادعا وکړه چې طالب وسله‌والو لاریون کوونکې وهلي او سپکې سپورې یې ورته ویلي.

هغې دا هم وویل چې د شهلا په نوم یوه مېرمن طالبانو په ټوپکو تر دې حده ووهله چې روغتون ته یې یوړه.

تر خوا په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو هم خپره شوې چې طالبان د لاریون‌کوونکو نجونو او ښځو د پاشلو لپاره خورا ډېرې هوايي ډزې کوي.

له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، خو د امنیتي ادارو ویاندویانو یې ځواب رانه کړ.

پرون سهار نږدې اته بجې د کابل په لوېدیځ کې کاج ښوونیز مرکز په نښه شو.

د کابل امنیه قومانداني وايي، د دې ښوونیز دننه ځانمرګی برید شوی، خو د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل، څو تنو برید کوونکو لومړی د کورس ساتونکي په ډزو وویشتل او بیا دننه ولاړل او وروسته چاودنه وشوه.

برید داسې مهال وشو چې د کاج ښوونیز مرکز دننه د کانکور ازمایښتي ازموینه روانه وه او سلګونه زده‌کوونکي چې اکثریت یې نجونې وې، د خپلې ښې راتلونکې لپاره خپل بخت ازمویه.

طالب چارواکو پرون وویل چې پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي، خو په ټولنیزو رسنیو کې بیا د د ۳۲ تنو وژل شویو تصویرونه خپاره شوي چې ۳۰ یې نجونې او ۲ یې هلکان دي.

کابل کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي، د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو امکان شته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:37 0:00


په کابل کې د دې پېښې د غندنې په تړاو لاریون کې هم ګډون‌والې ټولې نجونې او ښځې وې، هغوی چې په خبره یې، نور باید وژل او دا ډول پېښې پای ته ورسېږي.

د لاریون یوې بلې ګډون‌والې ازادي راډیو ته وویل: "نن مو د هغو کسانو لپاره راوتلې یوو چې هره ورځ وژل کېږي. موږ غواړو د دوی غږ و اوسوو. موږ غواړو د دوی تر څنګ ودرېږو او دوی زموږ تر خوا ودرېږي او په ګډه خپل غږ پورته کړو. نږدې ۱۵ رنجر موټرونه راغلل، څو زموږ لاریون وپاشي، خو موږ خپل لاریون روان وساته."

د کابل د تعلیم او تربیې دننه هم لسګونو نجونو چې د همدې پوهنتون محصلینې وې، د پوهنتون د انګړ دننه په کاج ښوونیز مرکز د برید د غندلو په تړاو اعتراض کړی.

د دې اعتراض یوې ګډونوالې ازادي راډیو ته د اعتراض له ځایه ویډیوګانې هم رالېږلي او ادعا یې کړې چې د پوهنتون د مسوولانو له‌خوا یې د اعتراض مخه ونیول شوه.

په کابل کې له ښځینه لاریونوالو سره د طالبانو د تاوتریخوالي ادعا په لومړي ځل نه کېږي، بلکې له دې وړاندې یې هم د لاریون کوونکو د پاشلو لپاره هوايي ډزې کړي او تر خوا یې هغه خبریالان هم نیولي او ورسره یې سخت چلند کړی چې د دې اعتراضونو د خبري پوښښ لپاره راټول شوي وو.

XS
SM
MD
LG