د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

کابل کې په يوه ښوونيز مرکز کې د چاودنې له امله ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ ژوبل دي


کابل کې کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه
کابل کې کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه

د کابل په ۱۳مې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې چاودنې ۱۹ کسه وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان کړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل، دغه چاودنه د کاج په نوم په یو ښوونیز مرکز کې رامنځته شوې.

نوموړي وويل: "نن د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند د کاج په نوم یو کورس کې چاودنه رامنځته شوې چه له امله په تاسف سره زموږ ۱۹ عام بې ګناه زده کونکي په شهادت رسېدلي او همدارنګه ۲۷ نور زخمیان دي، عاملین زموږ د ځواکونو تر تعقیب لاندې دي، زر ده چې دوی ونیول شي."

کابل کې کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه
کابل کې کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه

له بلې خوا بیا یو شمېر سر چینو په سیمه کې ازادي راډیو ته ویلي چې ددغې پېښې مرګ‌ژوبله زیاته ده.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د (کاج) په نوم یو ښوونیز مرکز کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ابتدایي معلوماتو پر اساس ۱۵۰ نجونې او هلکان د کانکور ازمایشي ازمویني لپاره راټول شوي و.

په ټولنیزو پاڼو کې هم د پېښې له ځای ویډيوګانې خپرې شوي چې هلته وضیعت ښه نه‌ښيي.

کابل کې کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه
کابل کې کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه

لا تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی خو له دې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې د څو چاودنو مسولیت داعش وسله‌والې ډلې په غاړه اخیستی و.

۲۰۲۰ کال کې هم د کوثر دانش په نوم د کابل په لویدیځ کې په یوه ښوونیز مرکز خونړۍ حملې سره لږ تر لږه ۲۴ زده کوونکي وژل شوي و او شاوخوا شپېته نور ټپیان وو.

XS
SM
MD
LG