د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۵۳

کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي


کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

د طالبانو د کابل امنيه قوماندانۍ وياند وايي، په ياده چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي. سیمه‌ییزو رسنیو خبر ورکړی چې چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې لمونځ کوونکي د جمعې له لمانځه د راوتو په حال کې و. د کابل په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې تر چاودنې وروسته د هغو څوارلسو ټپیانو له ډلې چې ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوې دي، څلور تنو ساه ورکړې ده. ایمرجنسي روغتون دا خبر په خپل ټویټر کې لیکلی دی. د کابل د امنیه قومانداني ویاند خالد ځدران ازادي ته وویل چې چاودنه د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات مخې ته وشوه چې قربانیان یې لمونځغاړي او نور ملکیان دي.

XS
SM
MD
LG