د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

ملګري ملتونه: طالبان باید د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي


له چاودنې وروسته د کاج ښوونيز مرکز
له چاودنې وروسته د کاج ښوونيز مرکز

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د «کاج» په نوم پر یو ښوونیز مرکز له بريده وروسته د غبرګونونه دوام لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "د کابل ښار په یوه ښوونیز مرکز کې په وحشتناک برید کې لسګونه نجونې او هلکان ووژل شول. چارواکي باید د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د قومیت او جنسیت په پام کې نیولو پرته باید زده کړو ته په خوندي توګه د لاسرسي زمینه برابري کړي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش

بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې د دې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې ده.

په دې بیان کې راغلي: "ملګري ملتونه د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ په امن او سوله ییزه فضا کې د ټولو افغانانو د زده کړو پر حق ټینګار کوي."

دې پېښې د یو شمېر امریکایي چارواکو غبرګونونه هم راپارولي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویست هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دې پېښې دردولی دی.

نوموړي لیکلي دي: "د هزاره ګانو پر ښوونځي د یو بل برید او د دومره مړو او ټپیانو په لیدو مې زړه درد کوي، په بې ګناه زده کونکو باندې د برید لپاره هېڅ توجیه نه شته."

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري بیا ویلي چې د افغان بې ګناه نجونو او هلکانو چې د غوره راتلونکي لپاره چمتوالی نیسي، وژل او ټپي کول یې له درک لوړه خبره ده.

هغې پر خپل ټویټر لیکلي دي چې چې هزارګان د نرمو اهدافو له امله د یوې زیانمنونکي ټولنې په توګه یوازې پرېښودل شوي دي.

محمد محقق
محمد محقق

خو د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق چې د هزارګانو له مشرانو هم دی د دې برید په اړه د خواشینۍ پیغام خپرولو په ترڅ کې له هزارګانو غوښتي چې د خپلو حقونو لپاره دې ودرېږي او مبارزې ته دوام ورکړي- هغه څه چې د طالبانو ضد د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم پرې ټینګار کړی دی او لیکلي یې دي: "موږ باید په ګډه د افراطیت او تروریزم څخه د پاک افغانستان لپاره هلې ځلې وکړو."

خو د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز رییس انعام الله سمنګاني د محمد محقق د خبرو په غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي دي چې څه موده وړاندې مهدي بلخابي هم د ښاغلي محقق په ډاډ په مقاومت لاس پورې کړی و، خو نه یوازې محقق يې ملاتړ ونه کړ بلکې له هېواده يې پر ویستلو هم ونه توانېده.

سمنګاني لیکلي: "په حقیقت کې د مهدي نابودي د محقق لپار یوه لویه لاس ته راوړنه وه ځکه د یو ځوان هزاره رقیب نه يې نجات وموند."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په افغانستان کې د هزاره توکمو د امنیت د خونديتوب په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو ویاندویانو یې تر دې دمه په دې اړه پوښتنې نه دي ځواب کړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ له دغه پېښې وروسته ازادي راډيو سره په یوه مرکه کې وویل چې امنیت د ټینګښت لپاره دوی هڅې کوي او د تېر یوه کال په ترڅ کې یې د داعش تر یو زر څلور سوه ډېر غړي نیولي دي.

لا تر اوسه ددې چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه‌دی منلی، خو له دې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې د څو بېلابېلو چاودنو مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې منلی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG