د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

کاناډا کې د افغان ښځو سمپوزيم؛ د طالبانو نظام يې په جنسيتي تبعيض تورن کړ


ارشيف
ارشيف

د سپتمبر په ۲۶مه او ۲۷مه، اوټاوا، د کاناډا اوتاوای ښار د کاناډا - افغان مېرمنو سمپوزیم کوربه و.

د دغه سمپوزیم ګډونوالو په افغانستان کې د شته ستونزو په ځانګړې توګه د ښځو پر ستونزو خبرې وکړې.

دغو مېرمنو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کاناډا له حکومته وغوښتل چې، په افغانستان کې د بشري وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې مرستې په عادلانه ډول ښځو، نجونو او اقلیتونو ته ورسیږي.

دغو مېرمنو د کاناډا له حکومته وغوښتل چې د افغانستان اوسنی نظام د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژني او ویې غندي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو طالب چارواکو تل ویلي چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی لري.

دوی دغه شان وغوښتل چې، افغان ښځې باید په هر هغه پرېکړه چې د افغانستان د راتلونکې په اړه کېږي حضور ولري.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن چې په دغه سمپوزیم کې یې په انلاین ډول برخه درلوده په خپل ټوېټر لیکلي، هغه څه چې دوی یې د افرادو، دولتونو او نړیوالې ټولنې په نوم کوي او یا یې په کولو نه بریالي کېږي، د دې ښکارندويي کوي چې دوی کوم کسان دي.

توماس نيکلاسن
توماس نيکلاسن

خو نوموړي د خپلو دغو څرګندونو په اړه ډېر جزیات ورنه کړل.

په کاناډا کې افغان ښځې په ټولې نړۍ کې د ښځو په مشورې سره راټولې شوي، چې خپلې غوښتنې د لارې د نقشې په ډول د کاناډا دولت او متحدینو ته یې وړاندې کړي، دوی په افغانستان کې دننه او بهر د افغان ښځو اساسي اړتیاوې او لومړیتوبونه په ګوته کړي دي.

دغو ښځو دغه شان د کاناډا له دولت غوښتي چې، د ملګرو ملتونو سازمان له امنیت شورا سره د طالبانو د مشرانو د سفرونو د معافیت د ختمېدو په اړه کار وکړي.

کوم محدودیتونه چې طالبانو پر افغان ښځو لګولي، په افغانستان کې دننه او بهر په پراخ ډول له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو تړل، د دولتي ډېری ښځینه کار کوونکو په کور کېنول، اجباری حجاب او له محرم پرته د دوی په لري واټن سفر بندیز، هغه محدویتونه دي چې طالبانو پر افغان ښځو لګولي دي.

XS
SM
MD
LG