د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

امېل: افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه پراخ شوي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته اعتراضونه روان دي چې ګڼې ښځې هم په کې برخه لري.

۲۲ کلنه مهسا امیني د سپټمبر میاشتې پر ۱۳مه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور د ایران د «ګشت ارشاد» پولیسو له لوري ونیول شوه.

هغه درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ولېږدول شوه او بالاخره یې هلته ساه ورکړه.

دا پېښه په ټول ایران کې د پراخو مظاهرو سبب شوه.

په افغانستان کې هم د طالبانو تر بیاواکمنۍ وروسته ګڼو ښځو د خپلو حقونو لپاره لاریونونه کړي دي.

زموږ همکار صالح محمد صالح د ښځو د حقونو له فعالې اوږۍ امېل څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې په ایران کې د مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوي اعتراضونه ولې دومره پراخ شوي دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

XS
SM
MD
LG