د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

ایران کې د لاریونونو دوام؛ تراوسه شاوخوا ۵۴ اعتراض کوونکي وژل شوي


ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور
ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، تر پرون ماښامه په ایرانه کې د وروستیو مظاهرو په نتیجه کې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې د مهسا امیني د مړینې له کبله پرون پیل شوي اعتراضونه اتمې ورځې ته ورسېدل، د ایران د بشري حقونو سازمان وویل، چې د وژل شویو تر څنګ په سلګونو نور کسان ټپیان شوي، نیول شوي او په ټول ایران کې د انټرنټي خدماتو پرچاوي روانه ده.

د دې سازمان په وینا، په زیاتو مواردو کې کورنیو ته د هغوی د وژل شویو عزیزانو مړي په دې شرط ورکول کېږي چې په پټه یې خاورو ته وسپاري.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې د نړۍ له هېوادونو غوښتنه وکړه، چې په ایران کې د وروستیو پراخو ځپونکو اقداماتو په وړاندې، یو «بامفهومه اقدام» وکړي.

۲۲ کلنه مهسا امیني د سپټمبر میاشتې پر ۱۳مه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور د ایران د «ګشت ارشاد» پولیسو له لوري ونیول شوه.

هغه درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ولېږدول شوه او بالاخره یې هلته ساه ورکړه. دا پېښه په ټول ایران کې د پراخو مظاهرو سبب شوه.

د ایران دولتي رسنۍ په دغو مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۵ ښيي، خو تر دې مخکې د ۵ پوځیانو په ګډون د وژل شویو رسمي شمېر ۱۷ ښوول شوی و. ګومان کېږي د مرګ ژوبلې واقعي شمېر خورا زیات وي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، داسې شواهد یې راټول کړي چې ښيي د ایران امنیتي ځواکونو په لوی لاس په غیرقانوني ډول اصلي جنګي مرمۍ د اعتراض کوونکو پر لوري ویشتلي او په مرمۍ د وژل شویو په ډله کې لږه تر لږه ۳ ماشومان هم شامل دي.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، پرون شنبه وویل، ایران باید له هغو کسانو سره جدي چلند وکړي، چې د ده په وینا د ایران د امنیت او کرارۍ مخالفین دي.

رئیسي دغه څرګندونې د هغه امنیتي مامور له کورنۍ سره په ټلیفوني تماس کې دا خبرې کړي، چې تېره اوونۍ د رژیم ضد اعتراض کوونکو له خوا د چړې په ګوزارونو ووژل شو.

د ایران پوځ ژمنه کړې چې د دغه هېواد د دښمنانو د بېلابېلو دسیسو په وړاندې به مقابله وکړي څو د هغو کسانو امن او خوندیتوب تضمین شي چې د پوځ په خبره په ناحقه ورباندې حملې کېږي.

د نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا په وینا، د ایران پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې دښمن ته به له اوسني وضعیت څخه د ناوړه استفادې اجازه ورنه کړي.

د ایران استخباراتي ادارې هم ویلي، چې په ایران کې یې د روانو اعتراضونو پر مهال څو بمي حملې شنډې کړې دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو په شمال لویدیځ ولایت ګیلان کې د شپېتو ښځو په ګډون د ۷۳۹ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG