د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

ایران کې د لاریونونو دوام؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي او رییسي سره خبرې کړي


دا مظاهرې چې یوه اونۍ مخکې پیل شوې اوس د ایران اتیا ښارونو ته رسېدلي دي.
دا مظاهرې چې یوه اونۍ مخکې پیل شوې اوس د ایران اتیا ښارونو ته رسېدلي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره په کتنه کې په ایران کې د بشري حقونو پر مسئله خبرې کړي.

بېګا په ایران کې د حکومت پرضد د مظاهرو شپږمه ورځ هم پای ته ورسېده.

د دې اعتراضونو په ترڅ کې د یوې غیرحکومتي ټولنې د راپور له مخې تردې دمه له دولتي ځواکونو سره په نښتو کې لږترلږه ۵۰ کسان مړه شوي دي.

په اوسلو کې دېره د ایران د بشري حقونو غیرحکومتي ټولنې د نویو ارقامو خبر وروسته له هغه ورکړ چې د پنجشنبې په ماښام شپږ نور کسان د شمالي ولایت ګېلان په رضوان شهر ښار کې د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شول.

دا مظاهرې چې یوه اونۍ مخکې پیل شوې اوس د ایران اتیا ښارونو ته رسېدلي دي.

د بشري حقونو ډلو همداراز په شمال کې د کردستان په سیمه کې چې د مهسا امیني ټاټوبی دی هم د خلکو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

دا اعتراضونه د مهسا امیني په نوم د هغې نجلۍ په ملاتړ پیل شول چې د ایران د ګشت ارشاد پولیسو د پوره حجاب د نه مراعتولو په تور د سپټمبر په ۱۳مه ونیوه، درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه او هلته یې ساه ورکړه.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش

له بلې خوا د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش پرون په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره په دې هېواد کې د بشري حقونو پر مسئله خبرې وکړې.

د ملګروملتونو د ویاند ستیفان دوجاریک په وینا ګوټرش ویلي دي چې دا سازمان له دې کبله اندېښنه لري چې سوله ایزې مظاهرې د قهریه ځواک په وسیله ځپل کېږي او په نتیجه کې لسګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.

ښاغلي دوجاریک خبریالانو ته وویل، ملګري ملتونه د ایران له امنیتي قواوو غواړي چې د نامتناسب ځواک له کارولو ډډه وکړي او پر ټولو خواوو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي او د کړکېچ د پراخولو مخه ونیسي.

دا اعتراضونه د مهسا امیني په نوم د هغې نجلۍ په ملاتړ پیل شول چې د ایران د ګشت ارشاد پولیسو د پوره حجاب د نه مراعتولو په تور د سپټمبر په ۱۳مه ونیوه، درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه او هلته یې ساه ورکړه.
دا اعتراضونه د مهسا امیني په نوم د هغې نجلۍ په ملاتړ پیل شول چې د ایران د ګشت ارشاد پولیسو د پوره حجاب د نه مراعتولو په تور د سپټمبر په ۱۳مه ونیوه، درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه او هلته یې ساه ورکړه.

په همدې حال کې پرون جمعه د ایران په یو شمېر ښارونو کې د حکومت پلوي مظاهره چیان لارو واټونو ته راووتل او له چارواکو څخه یې ملاتړ څرګند کړ.

په پلازمېنه تهران کې څو زره کسانو په داسې حال کې لاریون وکړ چې د ایران بیرغونه یې رپول.

ورته مظاهرې په څو نورو ښارونو کې هم وشوې.

د ایران حکومت ادعا وکړه چې دا مظاهره په خپله خوښه شوې وه او دوی نه وه رابللې، خو په ایران کې په تېرو کلونو کې چې کله هم پراخ اعتراضونه شوي، د حکومت پلویان د هغو په مخالفت کې راوتلي دي.

XS
SM
MD
LG