د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

فعالانو له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ظالمانه وباله


ارشیف: په کابل کې د ښځینه معترضانو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د ښځینه معترضانو د لاریون یو انځور

د ښځو ځینې ملاتړې فعالانې، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند «ظالمانه» بولي او د دې چلند د بدلون غوښتنه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښه غړې ثنا اعجاز په افغانستان کې له ښځو سره روان چلند ظالمانه بولي او د پای ته رسېدو غوښتنه یې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښه غړې ثنا اعجاز
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښه غړې ثنا اعجاز

هغې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "پښتون ژغورنې غورځنګ هرځای د محکومیت خلاف خپل غږ اوچتوي او هرځای چې د اساسي بشري حقونو خلاف کار کېږي مخالفت کوي. افغانستان خو زموږ خپل وطن دی، هلته چې د ښځو خلاف چې کوم چلند روان دی، زموږ په اند دا سراسر ظلم دی."

بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د اسیاپسفیک څانګې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت ژوره اندېښنه وښوده.

دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د ښځو پر ګرځېدو راګرځېدو، کار او تعلیم د محدودیتونو تر څنګ، د دوی خوندیتوب ته خطرونه هم متوجه دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي د افغانستان د سوکاله راتلونکي لپاره د ښځو او نجونو حقونه باید رعایت شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د نوې شارژدافیرې کرن ډیکر پرون په یو لړ ټویټونو کې ویلي، دوی په افغانستان کې د هغو پروګرامونو ملاتړ کوي، چې د بشر حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته وده ورکوي.

فراه کې د نجونو یو تړل شوی ښوونځی
فراه کې د نجونو یو تړل شوی ښوونځی

څه باندې کال کېږي، چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، چې په دې موده کې یې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، دغه راز ښځې هم په اکثرو ادارو کې له کار کولو منع شوي او پر ښځو نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.

طالبانو په وار- وار ژمنه کړې چې ښځو ته به د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړل شي او نجونو ته به هم ډېر ژر تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه ورکړل شي.

پر دغو ژمنو کال واوښت خو په عملي ډګر کې د طالبانو په دریځ کې کوم نرمښت نه تر سترګو کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG