د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د افغانستان د تېر نظام ځینې کارکوونکي: سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یوو


ارشیف: د افغانستان د ملي شورا ودانۍ
ارشیف: د افغانستان د ملي شورا ودانۍ

د تېر جمهوري حکومت د یو شمېر ادارو کارکوونکي شکایت کوي، چې د طالبانو د حکومت له یو کال پوره کېدو وروسته هم بې برخلیکه دي او معاش نه ورکول کېږي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د مشرانو جرګې کارکوونکي وايي، له تېر یوه کال راهیسې بې برخلیکه دي او د طالبانو له حکومته غواړي چې ستونزه یې حل کړي.

دوی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له لوري د ملي شورا له منحل کېدو وروسته، دوی هېڅ امتیازات نه دي ترلاسه کړي او په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

یوه کارکوونکي وویل: "معاش نه شته. دفترونه تړل شوي. یو کال او دوه میاشتې وشوې منتظر یو چې یو ځای بست راکړي. موږ هر یوه له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې دندې کړې دي."

دغه راز یوه بل کارکوونکي وویل: "زموږ د برخلیک په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې. موږ غواړو چې دې مسئلې ته پام وشي چې له یوې خوا مو اقتصادي ستونزې حل شي او له بلې خوا خپل هېواد ته خدمت وکړو."

دا یوازې د مخکينۍ ملي شورا کارکوونکي نه دي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې دندې شوې دي، بلکې د نورو ادارو کارکوونکي هم ورته شکایتونه لري.

د تېر جمهوري حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت کارکوونکې فریبا وايي: "موږ یوازې د تېر کال د زمري میاشتې معاش واخیست، له هغه وروسته هېڅ معاش نه دی راکړل شوی او ښځو ته د کار فرصتونه هم نه شته."

د کلیو او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام کارکوونکی میرباز شهیدزی هم همدا خبره کوي او وايي: "له تحول وروسته چې د نړیوال بانک پروژې ودرېدې، زموږ ټول همکاران بې برخلیکه پاتې شول او زموږ همکاران اوس په بد اقتصادي وضعیت کې دي."

دا بې برخلیکه مخکیني دولتي کارکوونکي د طالبانو له حکومته غواړي چې برخلیک یې معلوم او له دې بد وضعیت څخه یې وژغوري.

د طالبانو د حکومت ویاندویانو د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د تېر کال په زمري په میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ډېرو دولتي ادارو کارکوونکي تنقیص او یا هم په ادارو کې د کارونو د نشتوالي له وجې بې برخلیکه پاتې دي.

د طالبانو حکومت د دولتي ادارو ډېرې ښځينه کارکوونکې هم په کور کړي دي او ویلي یې و چې ښځو ته د مناسب کاري فرصت تر جوړېدو پورې دې کارکوونکو ته په کور معاش ورکول کېږي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د راپورونو پر بنسټ د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو بیې دوه برابره لوړې شوې دي او ډېر خلک په ځانګړې توګه د مخکینې حکومت بې برخلیکه کارکوونکي وايي، د عاید د نه درلودلو له امله خپلې ورځنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.

XS
SM
MD
LG