د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د یو شمېر افغانانو شکایت او نیوکه: طالبان په ادارو کې خپل کسان ګماري


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

یو شمېر ځوانان د اوسني رژیم په ادارو کې د ګمارنو په څرنګوالي نیوکه کوي.

یو کس چې د امنیتي ستونزو له مله نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي وايي، د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې له برښنا څانګې فارغ شوی او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې بې‌روزګاره شوی.

دغه ځوان ادعا کوي چې دی او یو شمېر نور ځوانان هغه مهال چې په دولتي ادارو کې د کار لپاره طالبانو ته ورشي، ترې پوښتل کېږي چې تېر شل کلن جهاد کې یې ونډه لرلې او که نه.

هغه وویل: "کله چې وزارتونه کوم بست اعلانوي، موږ د دندې اخستو لپاره ورځوو. هلته چې کوم طالبان دي موږ ته وايي، ایا تاسې جهاد کړی او مخکې طالبان وئ؟ کله چې ووایوو، نه، موږ ته وايي، دا دندې د هغو کسانو لپاره دي چې "جهاد" یې کړی وي او طالب وي. دوی هغه کسان ګماري چې خپلوان یې وي. مسلک او تخصص مهم نه‌دی."

دی وايي، اوس ناهیلی شوی او له همدې امله د کابل ښار په یوه څنډه کې په کراچۍ توکي پلوري.

دغه ځوان د څو هغو وزارتونو نومونه اخلي چې د دندې اخستو لپاره ورغلی.

نوموړي زیاته کړه: "د اوبو او برښنا، کډوالو او مخابراتو وزارتونو ته ولاړم. لومړی خو یې نه پرېښودم او بد چلند یې کاوه. ورته مې وویل چې زده دندې اخیستو ته راغلی یم. راته یې وویل، د اسلامي امارت کارت لرې او مخکې دې امارت سره کار کړی. کله چې مې ورته وویل، نه، راته یې وویل، دا ځای د هغو کسانو لپاره دی چې مخکې د اسلامي امارت غړي وو او اوس د هغوی حق دی چې دلته کار وکړي."

له دې وړاندې د غويي په ۱۹مه سیګار د نړیوال بانک له قوله خپل یوه راپور کې لیکلي و، د ۲۰۲۱ کال په وروستیو درې میاشتو کې په افغانستان کې ۵۰۰ زره کسان بې‌روزګاره شوي دي.

دې ادارې د روان کال په اوږدو کې هم د نورو افغانانو د بې‌روزګاره کېدو خبر ورکړی و.

راپور کې وړاندوینه شوې وه چې سږ کال به په افغانستان کې لږ تر لږه د بې‌روزګاره کسانو شمېر له ۷۰۰ زرو تر ۹۰۰ زرو کسانو ورسېږي.

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

یو بل ځوان چې دی هم د ستونزو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د طالبان له بیا واکمنېدو وړاندې یې کار روزګار ښه و، خو اوس بې‌روزګاره شوی.

هغه وویل: "په امارت کې هم د کار په لټه ولاړم.له ما یې وپوښتل، مخکې طالب وې، ما وویل، نه. دوی وویل، تا ته دنده نه ‌شته. هره ورځ ګورم چې دوستان مې له افغانستان وځي، ما ته هم کومه هیله‌نه ده راپاتې. هره ورځ ژوند سختېږي. پرېکړه مې کړې چې له افغانستان ووځم. افغانستان کې اوس بې‌کسې ده."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلي، خو ویاندویانو یې خبرو ته حاضر نه‌شول.

طالبانو له دې وړاندې خلکو ته د کار د پیدا کولو په برخه کې بېلابېلې ژمنې کړي دي.

د غبرګولي په ۱۴مه د طالبانو اقتصادي کمېسیون کې پرېکړه شوې وه چې د هغو کسانو د برخلیک معلومولو لپاره چې دولتي کارکوونکي وو او اوس بې‌روزګاره دي، یوه طرحه جوړه شي.

همدا ډول په دې غونډه کې ځوانانو ته د کار پیدا کولو ژمنه هم شوې وه، خو د دې ژمنو د عملي کېدو کوم څرک نه لګېږي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، له دې هېواد سره بهرنۍ مرستې کمې شوې چې ولږه او بې‌وزلي یې زیاته او تر خوا یې ډېر افغانان بې‌روزګاره کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG