د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

نیکای: په افغانستان کې اقلیتونه خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي


تېره جون میاشت په اتلسمه کابل کې د افغان سېکانو پر ګوردوارې د خونړي برید انځور
تېره جون میاشت په اتلسمه کابل کې د افغان سېکانو پر ګوردوارې د خونړي برید انځور

نیکای:

نیکای جاپاني ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو له ډاډګېرنې سره سره په افغانستان کې اقلیتونه خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي.

د ورځپاڼې په لیکنه پر اقلیتونو د بریدونو لړۍ یو ځل بیا له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې پيل شوې چې پایله کې یې د شیعه مذهبو او صوفیانو په ګډون سلګونه ملکیان هدف ګرځول شوي دي.

په لیکنه کې د تېرې جون میاشتې په اتلسمه د افغان سېکانو پر ګوردوارې خونړي برید ته اشاره شوې او دا د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پر دغو اقلیتونو لومړنی برید یاد شوی دی.

په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو د اکثرو بریدونو پړه د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش منلې ده.

نیکای ورځپاڼې وړاندې لیکلي، د افغانستان د سېکانو ټولنه سره له دې چې د دوی د امنیت لپاره د طالبانو د هڅو مننه کوي، خو د لیکوال په ټکو دغه لږکي لا هم ځان خوندي نه احساسوي.

د غزني یوه اوسېدونکي ګورنام سنګ ورځپاڼې ته ویلي، د دوی پر درمسال له بریده وروسته دوی د تاوتریخوالی احساس وکړ او اوس په معبد کې ځان خوندي نه ګڼي.

انلاین کرکټ ډاټ کام:

له استرالیا خپرېدونکې انلاین کرکټ ډاټ کام خپرونې د افغانستان د کرکټ د نوي روزونکي جاناتن تروت د ګمارنې خبر ورکړی دی.

خپرونې د افغانستان د کریکټ بورډ په حواله لیکلي چې تروت به، چې د انګلستان مخکینی توپ وهونکی پاته شوی، راتلونکې میاشت او د افغانستان او ایرلنډ له سیالۍ سره همهاله دا مسوولیت پر غاړه واخلي.

جاناتن تروت هم ویلي، چې له دې فرصته ډېر خوښ شوی او تمه لري چې ژر د نړۍ په کچه له شور او زوږه ډک ټیم سره یوځای شي.

۴۱ کلن تروت په جنوبي افریقا کې پیدا شوی او په ۲۰۱۵کال کې یې له مسلکي کرکټه تر استعفا مخکې ۵۲ ټېست لوبې کړي دي.

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اګست په نهمه نېټه له ایرلنډ سره یوه لوبلړۍ پیل کړي.

په دې سیالیو کې پنځه شل اوریزې لوبې پلان شوي دي.

XS
SM
MD
LG