د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

خلک: طالبانو د غور د پوهنې ریاست۲۰ امرین او مرستیالان له دندو ګوښه کړي


د غور ولایت مرکز فیروز کوه
د غور ولایت مرکز فیروز کوه

یوکس چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، خو د غور ولایت په یوه ولسوالۍ کې د پوهنې له امریته د لېرې کېدو په اړه وایي.

د دغه کس په خبره د ولسوالیو د پوهنې ۱۲ تنه امرین، د غور ولایت د پوهنې ریاست یو شمېر څارونکي او مدیران له دندو ګوښه کړل شوي او پرځای یې د طالیانو حکومت نږدې کسان ګمارل شوي دي.

دا کس چې تر لېسانس کچې لوړې زده کړې لري او د غور ولایت د پوهنې برخه کې شل کلنه کاري تجربه لري وایي، طالبانو ته د ۲۴ نږدې کسانو د ګمارنو لېست د منظورۍ لپاره ریاست الوزرا ته استول شوی چې دې ډله کې یوازې دوه کسان لېسانس دي او په خبره یې پاتې نور یوازې د احادیثو او دیني زده کړو تر حده سواد لري.

دی وايي: "اوس ګوښه شوي یو، البته د غور ولایت د ۱۲ ولسوالیو امرین، د پوهنې ریاستونو مرستیالان، د څارنې مسوولین او ځینې مدیران چې د ریاست په کلیدي برخه کې وو، ټول ګوښه شوي دي، پرته له دې چې د دوی د ګوښه کولو په اړه په قانون او مقرره کې یوه کره طرحه موجوده وي."

له دې سره طالبانو ته د یو شمېر نږدې کسانو د ګمارنې لپاره یو مکتوب ازادي راډیو ته را رسېدلی چې ښیي د دغه ولایت د بشري سرچینو عمومي ریاست، د دغو کسانو نوملړ د غور ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست ته د تایید کولو لپاره استولی دی.

په دې نوملړ کې د ۱۷ کسانو نومونه یې د زده کړو له درجې سره لیکل شوي چې ډېر یې د دیني مدرسو او احادیثو برخه کې زده کړې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د غور ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس د نوېو ګمارنو لپاره دلیل داسې بیانوي: "یو شمېر دغه کسان غیر حاضر وو او نه حاضرېدل او ځینې یې نورو بستونو باندې مقرر شوي دي."

د افغانستان په نقشه کې د غور ولایت
د افغانستان په نقشه کې د غور ولایت

له دې مخکې ازادي راډیو سره خبرو کې د تېر حکومت یو شمېر کار کوونکو ادعا کړې وه چې د طالبانو له واکمنېدو سره تېرو ۷ میاشتو کې د دولتي ادارو اکثره لوړ بستونه د جمهوري حکومت له کار کوونکو اخیستل شوي او د طالبانو نږدې کسانو ته ورکول شوي دي.

د تېر حکومت د ډېریو پخواني دولتي کار کوونکو ادعا دا ده چې د ادارو بستونه او دندې د لوړو زده کړو او په مشخصو برخو کې د کافي اندازې تجربې پرته، دغو کسانو ته ورکول کېږي.

خو طالبانو ویلي، لاهم د تېرحکومت ډېری کار کوونکي د دوی د حکومت په ادارو کې په دندو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG