د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنه؛ د طالبانو وروستۍ ګمارنې د منلو نه‌دي


د طالبانو له لوري هلکانو او نجونو محصلینو او زده‌کوونکو د ټولګیو جلا کول
د طالبانو له لوري هلکانو او نجونو محصلینو او زده‌کوونکو د ټولګیو جلا کول

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنې خبرداری ورکړی که طالبان د یوې اوونۍ په اوږدو کې د لوړو زده‌کړو او مرکزي او ولایتي پوهنتونونو په اړه په خپلې پرېکړې بیا کتنه ونه‌کړي، اتحادیه او د پوهنتون استادان به جدي پرېکړه وکړي.

دوی وايي چې په کابل پوهنتون او ځینو نورو پوهنتونونو کې وروستۍ ګمارنې غیر علمي او ورته د منلو نه‌دي.

دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، له طالبانو غوښتي چې په علمي او اکاډمیکو بستونو کې په علمي معیارونو برابر او مناسب کسان وټاکي.

د دوی په وینا، په ټوله نړۍ کې سیاستوال د وزیرانو پوستونو ته ګمارل کېږي، خو په علمي او اکاډمیکو برخو کې مسلکي کسان ګمارل کېږي.

د کابل پوهنتون استاد او د افغانستان د استادانو د ټولنې غړي عبدالله وردګ د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د د تلې ۰۱» ازادي راډیو ته وویل چې د لوړو زده‌کړو د قانون له مخې د پوهنتون رئیس باید علمي درجه ولري.

ښاغلی وردګ زیاتوي: "که څوک د پوهنتون رئیس په توګه ګمارل کېږي باید علمي رتبه ولري، لکه پوهندوی، پوهنوال او پوهاند، ټولې پرېکړې باید د قانون سره سمې وي. کوم اصول چې په اکاډمیکه ساحه کې موجود دي د پوهنتون رئیس باید عملي تجربه، علمي رتبه ولري او د ماسټرۍ او دکتورا اسناد ولري."

د ښاغلي وردګ په وینا، په کابل پوهنتون او ځیني نورو پوهنتونونو کې اوسنۍ ګمارنې بې‌باورۍ ته لار هواري او نظم ګډوډوي چې په وینا یې بیا به نورې منفي اغېزې ولري.

د کابل پوهنتون مخکېنی رئیس محمد عثمان بابري او نوی رئیس محمد اشرف غیرت د معرفۍ په غونډه کې
د کابل پوهنتون مخکېنی رئیس محمد عثمان بابري او نوی رئیس محمد اشرف غیرت د معرفۍ په غونډه کې

طالبانو د خپلو ګمارنو په لړ کې، تازه پوهاند محمد عثمان بابري چې د دکتورا تر کچې یې زده‌کړې کړي، د پوهنتون له نوموتو استادانو او د افغانستان لپاره مهم علمي کدر ګڼل کېږی له دندې ګوښه او پر ځای یې د همدې پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي لېسانس محمد اشرف غیرت ګمارلی دی.

د کابل پوهنتون د رئیس په توګه د محمد اشرف غیرت ګمارل کېدل په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼ غبرګونونه لرل.

په ورته مهال، د لوړو زده‌کړو وزارت پخوانی ویاند او د کابل پوهنتون استاد حامد عبیدي وایي، د نړۍ په هېڅ بل هېواد کې داسې بېلګه نه‌شته چې د لېسانس سند لرونکی شخص د دوکتورا لرونکي شخص پر ځای د پوهنتون رئیس په توګه و ټاکل شي.

ښاغلی عبیدي وايي: "تاسو به د نړۍ په هېڅ ګوټ کې داسې څه نه‌یي موندلي چې په یوه اکاډمیکه اداره کې د لېسانس سند لرونکی شخص د یو اکاډمیک با تجربه او د لوړې درجې شخص پر ځای وټاکل شي. موږ باور لرو هغه اشخاص چې علمي او اکاډمیکه تجربه ونه‌لري د لوړو زده‌کړو نظام لپاره ګټور نه‌دي او اوسنۍ لاسته راوړنې هم له‌منځه ځي. "

طالبانو د استادانو دغه خبرداري په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو د طالبانو د مطبوعاتي ټیم یو غړي بلال کریمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ګمارنه د وړتیا او تقوا په اساس شوې ده.

طالبانو ویلي و چې محمد اشرف غیرت د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فارغ شوی دی.

همدارنګه راپورونه څرګندوي چې طالبانو د پکتیا پوهنتون رئیس هم لیرې کړی او پر ځای یې یو طالب غړی د پوهنتون د رئیس په توګه ګمارلی دی.

XS
SM
MD
LG