د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

د خواله رسنیو هشټګ؛ "له خور پرته ښوونځي ته نه ځو"


افغانې نجونې
افغانې نجونې

له تېرو څو ورځو ډېری ځوانان په خواله رسنیو کې «له خور پرته ښوونځي ته نه ځو» هشټک کاروي او په هېواد کې د نجونو د تعلیم د دوام غوښتنه کوي.

دوی وايي، څنګه چې ټولنه تعلیم یافته وګړو ته اړتیا لري، نو طالبان دې ژر تر ژره د نجونو پر وړاندې د تعلیم دروازې پرانیزي، څو هغوی وکولی شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

په غزني کې یو شمېر ښځینه محصلینې د ځوانانو دا کار ستايي او وايي، د نجونو له تعلیمه پرته د زده کړو بهېر نيمګړی دی.

په غزني کې هم زرګونه نجونې په کور ناستې او پر مخ یې د زده کړو دروازې تړلي دي.

فرزانه نظري د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله ده.

دا وايي، طالبان دي موږ ته له موږ څخه اخیستل شوی حق راکړي، موږ حق لرو چې زدکړې وکړو، څو د هېواد په بیارغونه او ابادونه کې ونډه واخلو.

فرزانه وايي:"په اوسنيو شرایطو کې د ښځو لپاره شرایط بیخي بېل شوي دي، پر موږ چې کوم شرایط وضع شوي، موږ ورڅخه خوښې نه یو، اسلام هغه دین دی چې هر چا ته یې د زده کړو حق ورکړی دی."

سميرا عباسي هم په دغه پوهنتون کې په طب پوهنځي کې محصله ده.

عباسي وايي، طالبان دې د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې نه بندوي، بلکې د هغوی په حجاب او تګ راتګ دي نظر واچوي، که ټولنه بې تعلیمه شي فقر، بې وزلۍ او جاهلیت ورسره زیاتیږي.

نوموړې زیاتوي: "څه چې استادانې او څه چې محصلینې دي ټولې باید حجاب ولري، موږ شکر الحمدالله له پېړیو پېړیو مسلمانان یو، موږ ته هر ډګر کې حق راکړل شوی، خو اوسني وخت کې زموږ حق چور شوی، زموږ حق دې راکړل شي، تعلیم زموږ حق دی، نجونې او ښځې په ټولنه کې یو عمده رول لري."

له تېرو څو ورځو ډیری ځوانان په خواله رسنیو کې «له خور پرته ښوونځي ته نه ځو» هشټک کاروي او په هېواد کې د نجونو د تعلیم د دوام غوښتنه کوي.
له تېرو څو ورځو ډیری ځوانان په خواله رسنیو کې «له خور پرته ښوونځي ته نه ځو» هشټک کاروي او په هېواد کې د نجونو د تعلیم د دوام غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې هم په غزني کې د پوهنې چارواکو په وار- وار ادعا کوله چې په ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې طالبان د نجونو له زده کړو سره مخالفت ښيي او نه غواړي چې هغوی دې ښوونځیو ته لاړې شي.

چارواکو ویلي وو له تېرو لسو کالو څخه یې له اتلسو څخه په لسو ولسواليو کې د نجونو هېڅ ښوونځی نه شته او په څوارلس ولسوالیو کې له دولسم ټولګي څخه هېڅ ښځینه فارغه نه درلوده.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته لا هم د نجونو د زده کړو په اړه ښکاره درېځ نه دی څرګند کړی، خو ډیری وخت له رسنیو سره په خبرو کې نظر څرګندوي چې په شرعي حجاب کې د نجونو له زده کړو سره هېڅ مخالفت نه لري.

طالبانو د شنبې په ورځ د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره یې ګام نه دی پورته کړی.

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې نجونو ته هم اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

د یونیسیف او نورو ادارو د شمېرو له مخې د طالبانو تر راتګ مخکې شااوخوا څلور ملیونه نجونې ښوونځيو ته تللې.

یادې ادارې په افغانستان کې د نجونو په شمول د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG