د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د "امر باالمعروف وزارت" لوحه او په اړه یې اندېښنې


د دعوت، ارشاد او امر باالمعروف په نوم د طالبانو د حکومت د نوي وزارت لوحه
د دعوت، ارشاد او امر باالمعروف په نوم د طالبانو د حکومت د نوي وزارت لوحه

د کابل په زړه کې د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د طالبانو له خوا د دعوت، ارشاد او امر باالمعروف په نوم د طالبانو د حکومت د نوي وزارت لوحه ځړول شوې ده.

طالبانو چې تېره میاشت یې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د ګډوډۍ په ترڅ کې په افغانستان ولکه ټینګه کړه، په خپله لومړۍ دوره کې هم د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ میلادي کلونو پورې نجونې له زده کړو محرومې کړې وې او ښځې یې هم له کاره منع کړې وې.

د رویټرز په خبره، د طالبانو په لومړۍ دوره کې امرباالمعروف ډلې د طالبانو د اخلاقي پولیسو په توګه کار کاوه.

د خلکو له جامو رانیولی تر چال چلند په دې ټولو مسالو یې کلک څارنه درلوده.

د راپورونو له مخې د طالبانو غړو په خپله لومړۍ دوره کې په خلکو په تېره بیا ښځو باندې چې د دوی په خبره له محرم پرته یا بل هر علت په خاطر وې لاس پورته کاوه او دا ډول جزاګانې عامې شوې وې.

رویټرز وايي: "اعدامونه او شلاق کارۍ عامې شوې وې."

تازه د طالبانو په دویمه دوره واکمني کې چې له همدې څه باندې یوه میاشت راهیسې ټینګه شوې، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لږېدو راپورونه خپریږي.

د کابینې په هغه لېسټ کې چې دې ډلې د سېپټمبر په اوومه خپور کړ، د ښځو وزارت نه و یاد شوی. طالبانو لا نه دي ویلي چې د ښځو په وزارت څه کوي.

د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره او د ښځو د حقونو فعاله حسینه صافۍ په خپل ټوېټر باندې د کابل د جمعې ورځې عکس خپور کړی چې په کې د ښځو چارو وزارت په ودانۍ د امر باالمعروف د وزارت لوحه ځړیږي.

هغې د دې عکس ترڅنګ لیکلي چې: "د ښځو پیاوړتیا او جنسیتي مساوات یو لیدلوری دی، نه یوازې دوام به پیدا کوي بلکې په یووالي، څارنې او دوه اړخیز حساب ورکوونې سره به لا پیاوړی شي."

د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره او د ښځو د حقونو فعاله حسینه صافۍ
د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره او د ښځو د حقونو فعاله حسینه صافۍ

حسینې صافۍ له ازادي راډيو سره کابو دوه اوونۍ وړاندې په یوه مرکه کې ویلي و چې هیله منه ده طالبان د ښځو اړوند څوکۍ ګانې ښځو ته ورکړي او لا پسې په حکومتوالۍ کې سهم ورکړي.

هغې د ښځو د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټينګار درلود.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ښځو د چارو د وزارت په ودانۍ د امرباالمعروف د وزارت د لوحې د ځړېدو د څرنګوالی په باب د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې یې ویلي و چې د پوهنې، لوړو زده کړو او روغتیا په څېر سکتورونو کې د ښځو له ګډون سره نه لري.

د طالبانو ځینو چارواکو له هغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د دوحې د سیاسي دفتر د غړي شېر محمدعباس ستانکزي په حواله څه وخت مخکې راپور ورکړل شوی و چې ښځو ته به په ادارو کې سهم ورکړل شي خو نه د وزارت په کچه.

په افغانستان کې ښځینه کارمندان وايي، دوی له څو اونیو راهیسې هڅه کوي چې کار ته راشي، خو ورته ویل شوي چې بېرته کور ته ستنې شي.

طالبانو په ورته وخت کې د جمعې په ورځ یوه اعلامیه ورکړې چې په کې د ښوونځیو له ټولو هلکانو غوښتل شوي چې د شنبې په ورځ دې خپلو درسونو ته حاضر شي.

په دې اعلامیه کې د نجونو زده کوونکو په تړاو هېڅ څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا پوښتنه هم بې ځوابه پرېښوده چې ولې یې د نجونو د تعلیم د پيلېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

عایشه چې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده، ازادي راډیو ته وویل چې بې برخلیکۍ سخته اندېښمنه کړې ده: "ډېره هیله مې درلوده چې سږ کال ښوونځی خلاص کړم او پوهنتون ته ولاړه شم. خو اوس زه په کور کې یم. طالبانو هلکانو ته اجازه ورکړې چې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړ شي، خو زموږ برخلیک لاهم نامعلوم دی."

د افغانستان د ښوونځیو شااوخوا نیمايي برخه نجونې زده کوونکې دي.

تېر شل کاله له ټولو ستونزو، ناخوالو او بې امنیو سره سره نجونې ښوونځیو ته تلې او لکونه یې له دولسم ټولګي فارغې او پوهنتونونه یې ولوستل.

XS
SM
MD
LG