د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۳

په سپین بولدک کې د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له نښتې وروسته اوربند شوی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تېره شپه نښته شوې ده.

دا نښته وروسته له دې شوې چې په سعودي عربستان کې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا لا زیاته شوې ده.

د دواړو لورو چارواکو ویلي، نښتې د جمعې په شپه ناوخته پیل شوې، خو دواړه هېوادونه یو بل تورنوي چې لومړی برید مقابل لوري کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې پاکستاني ځواکونو د کندهار ولایت د سپین‌بولدک ولسوالۍ پر لور بریدونه پیل کړل، چې افغان ځواکونو یې ځواب ورکړ.

خو د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ویاند ویلي چې «دا افغان ځواکونه وو چې د چمن پولې په اوږدو کې یې بې‌دلیله ډزې کړي دي.»

د پاکستان د حکومت ویاند، مشرف زیدي، په یوه بیان کې ویلي:

«پاکستان په بشپړ ډول چمتو دی او د خپلې خاورې د بشپړتیا او د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره ژمن پاتې کېږي.»

په افغانستان کې د جګړې د ساحې اوسېدونکو فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې نښتې په ځایي وخت د شپې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې پیل شوې او نژدې دوه ساعته یې دوام وکړ.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، علي محمد حقمل، فرانس پرس ته ویلي چې پاکستاني ځواکونو «سپکه او درنه توپخانه» کارولې ده او د دوی د هاوان مرمۍ د عام ولس پر کورونو لګېدلې دي.

هغه زیاته کړې: «نښتې پای ته رسېدلي او دواړو لورو د اوربند پر سر هوکړه کړې ده.»

دا نښته وروسته له دې شوې چې راپورونه وايي، دواړو خواوو د سعودي په منځکړتوب په ریاض کې خبرې وکړې او پرېکړه یې وکړه چې بل پړاو خبرې به هم کوي. که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې اسلام‌آباد او کابل په سعودي عربستان کې خبرې کړې دي، او ویې ویل چې د داسې هر ډول ناستې په اړه «هیڅ ډول معلومات نه لري.»

ویاند وویل چې اسلام‌آباد د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سعودي په کوربه‌توب د خبرو په اړه «رسنیز راپورونه لیدلي»، خو تر دې دمه داسې هېڅ رسمي معلومات نشته چې دا ډول ناسته دې شوې وي.

پاکستان تل د افغانستان د طالبانو رژیم د ټي ټي پي او نورو پاکستان مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې پاکستان باید خپلې کورنۍ ستونزې په خپله په خپله خاوره کې حل کړي.

XS
SM
MD
LG