د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون استادانو ته پر ترفيع ورکولو محدوديت رامنځته کړ


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لوحه
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لوحه

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه رسمي مکتوب ټولو پوهنتونونو ته امر کړی هغه استادان چې خاین او فاسد وي، د مخکني نظام له استخباراتو سره همکاري کړې وي او یا یې هم د طالبانو پوري تړلي محصلان ځورولي وي، نه‌باید ترفیع ورکړل شي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت یو نوی رسمي مکتوب چې د پوهنتون د استادانو د ترفیع لپاره په کې نوي شرایط وضع شوي، د ډېرو استادانو نیوکې را پورته کړي دي.

دا مکتوب چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني په لاس‌لیک صادر شوی په کې د ټولو دولتي پوهنتونونو له مسوولانو غوښتل شوي،څو د هغو استادانو له ترفیع، ګمارنې او تبدیلۍ ډډه وکړي چې د مخکني نظام یاهم استخباراتو سره یې همکاري درلوده.

د دې مکتوب په یوه برخه کې د خبرداري په ژبه د ټولو دولتي پوهنتونونو له مسوولانو غوښتل شوي د استادانو کارونو ته پاملرنه ولري او ټول هغه استادان چې د ترفیع او تبدیلۍ لپاره یې وړاندیز کېږي، اړینه ده چې د مفسد، نا اهله او مخرب شخص ټول جزییات په لیکلي ډول ولیکل شوي، څو د ترفیع او تبدیلۍ مخه یې ونیول شي.

په مکتوب کې زیاته شوې، د هغو استادانو کره معلومات او اسناد دې هم وزارت ته ولېږل شي چې د مخکني نظام سره يې سیاسي یا نظامي خدمت کړی او یا یې هم هغه محصلان ځورولي چې طالبانو سره یې اړیکه درلوده.

دا مکتوب د طالبانو یو پلوي استاد فیض محمد ځلاند په خپله ټویټرپاڼه خپور کړی او دا یې عقدوي او استبدادي بللی.

د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند
د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند

ښاغلي ځلاند ازادي راډیو ته وویل:"وروستي هغه مسایل چې د لوړو وزارت له ادرسه رسنیو ته راوځي، مایوسه کوونکي دي. تحصیلات او پوهنتونونه علمي مراکز دي. د استادانو ترفیع، منفکي علمي مسایلو پورې تړلي، خو د دې مسایلو سانسورول او یا دوی په یوې ډلې پورې تړل، تحصیلاتو کې د درز لامل کېږي. دا به مو عملي ډګر کې شا ته بوځي. زمو کادرونه چې باید افغانستان کې پاتې شي، تښتي. علمي مسایل نه‌باید سیاسي شي. "

د پوهنتون یو بل استاد چې نه‌غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل: "استادان په دې کار خوښ نه‌دي. دا استادانو ته یو ګواښ دی. دوی نه غوښتل دا مکتوب رسنیز شي، خو اوس افشا شو. د فاسد او مخرب مفهوم باید روښانه تعریف شي، ځکه په قانون کې دا ډول اصطلاحات نه‌دي راغلي. استادان فکر کوي چې دا یو ډول شخصي عقده او د استادانو د منفکۍ او ځورولو لپاره یو لاره ده."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا مکتوب تاییدوي.

نوموړی وايي:"هغه مکتوب چې د لوړو زده‌کړو وزارت خپور شوی، د مفسدو کسانو د پېژندنې لپاره دی، هغوی چې د ملي ګټو پر ضد دي. دا د هیچ کس حق نه‌دی چې هم مفسد، هم د نظام مخالف او هم استاد وي. د بښنې موضوع جدا مسله ده. بښنه په دې معنا ده چې تاسې نه وژل کېږئ او له تعرض خوندي یاستئ، خو دا په دې معنا نه ده چې هغوی ته د لا ډېرو جرمونو او فعالیت وخت ورکړل شي. "

خو د سیاسي مسایلو شنونکی شکور نیازی وايي، طالبان د پوهنتون استادان چې ملکیان دي، ځپي او دا کار یې د بښنې له فرمان څخه ښکاره سرغړونه ده.

طالبانو که څه هم په ځلونو د بښنې په فرمان ټینګار کړی، خو کره راپورونه خپاره شول چې دوی د مخکني نظام لوړ پوړي نظامي افسران، استخباراتي کسان او ان ځینې ملکیان په نښه کړي.

د دې ترخوا طالبانو د سیاسي مسایلو شنونکي او د پوهنتون دوه استادان فیض‌الله جلال او سیدباقر محسني هم ونیول، خو له څو ورځو بندي کېدو وروسته یې بېرته خوشې کړل.

XS
SM
MD
LG