د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

خلک: طالبانو د پوهنتون استادان په زوره له دولتي کورونو ايستلي


د کابل پوهنتون يو انځور
د کابل پوهنتون يو انځور

په افغانستان کې د پوهنتونونو یو شمېر استادانو د کورنيو غړي ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په ځینو ولایتونو کې له هغوی دولتي کورونه اخیستي او پر ځای یې خپل کسان په کې ځای پر ځای کړي دي.

يوه مېرمن چې مېړه يې د پوهنتون استاد دی او په دولتي کور کې يې ژوند کاوه وايي، طالبانو ترې کور اخيستی دی او دوی يې ترې ايستلي دي.

دا مېرمن چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي خو وایي د طالبانو حکومت د کابل دولتي پوهنتونونو د استادانو کورونه خپلو کسانو ته ورکړي دي.

دغه مېرمن چې د ۴ ماشومانو مور ده ازادي راډیو ته یې وویل:"له بده مرغه طالبانو د دولتي پوهنتونونو استادانو کورونه په ځانګړې توګه په کابل کې هغه بلاکونو کې مخکېني دولت ورته وېشلي وه په ګواښولو ظلم او جبر یې هغه ترې وویستل او پر ځای یې خپل کسان یعنې طالبان په کې ځای پر ځای کړي دي."

کابل پوهنتون ډېری استادان هم په دولتي کورونو کې اوسېدل چې ويل کېږي د طالبانو د حکومت لخوا په زوره له دولتي کورونو ايستل شوي دي.
کابل پوهنتون ډېری استادان هم په دولتي کورونو کې اوسېدل چې ويل کېږي د طالبانو د حکومت لخوا په زوره له دولتي کورونو ايستل شوي دي.

دا مېرمن ټینګار کوي چې اوس مهال دا او مېړه یې بې کاره، له طالبانو پټ دي او په بد اقتصادي حالاتو کې ژوند کوي.

هڅه مو وګړه د دغه ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت چارواکو نظر ولرو خو د راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

XS
SM
MD
LG