د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

طالبان په پوهنتونونو کې د تدريسي ورځو جلاوالى د استادانو او محصلینو په غوښتنه بولي


آرشیف: د کابل پوهنتون د يوه پوهنځي محصلین
آرشیف: د کابل پوهنتون د يوه پوهنځي محصلین

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال لطف‌الله خیرخواه وایي، په کابل پوهنتون کې د نجونو او هلکانو د تدریسې ورځو د جلا کولو پرېکړه د استادانو او محصلینو په غوښتنه شوې.

په کابل پوهنتون کې یو شمېر ښځینه محصلینې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د هغې پرېکړې چې هلکان او نجونې دې په جلا ورځو کې درس ووایي؛ په غبرګون کې وایي چې دا طرحه به د دوی ستونزې لا زیاتې کړي.

د کابل پوهنتون یوې محصلې سوسن خالقیار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هره ورځ د نویو بندیزونو شاهدان یوو، تورې جامې واغوندۍ، نارینه استادانو سره خبرې مه کوئ، نه پوهېږم دا ټول بندیزونه ولې په تحصیلي برخه کې وضع شوي. د روان پوهنې له اړخه په داسې حالاتو کې موږ نه‌شو کولای په خپلو درسونو تمرکز وکړو، ځکه چې درسي ساعتونه مو زیات دي، درې ورځې به درس وایوو بیا به درې ورځې وقفه وي. دا ډېر غیر منطقي لیدلوری دی."

له دې سره د کابل پوهنتون یوه بله محصله مریم مهري وایي، هره ورځ د سخت دریځو طرحو جوړول به د دې لامل شي چې محصلین د ډېرو ستونزو له امله پوهنتونونه پرېږدي.

د کابل پوهنتون يوه څنډه
د کابل پوهنتون يوه څنډه

هغې زياته کړه:" ډېری محصلین په کار کولو هم بوخت دي. یوه دنده حتماً لري. د دې طرحې په پلي کېدو به زده‌کړیالان و نه شي کړای خپلو دندو ته ورسېږي، ځکه ټوله ورځ باید پوهنتون کې و اوسي، نو که داسې مخ‌ته ولاړ شي ښایي اکثره زده‌کړیالان پوهنتون پرېږدي."

په هغه متن کې چې د ټولګیو د استازو له لوري محصلینو ته استول شوی په کې راغلي چې شنبه، دوشنبه او د چهارشنبې ورځو کې به نجونې او د یک‌شنبې، سه‌شنبې او پنج‌شنبې په ورځو کې به هلکان د سهار له ۷:۴۵ تر ۳ بجو د غرمې وروسته د ډوډۍ او لمانځه لپاره د یو ساعت دمې سره درسونو ته حاضرېږي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال لطف‌الله خیرخواه بیا وایي، دا طرحه د محصلینو او استادانو په غوښتنه جوړه شوې ده.

ښاغلي خیر خواه ازادي راډیو ته یو پیغام کې لیکلي: "د دې پرېکړې دلیل په یوه ورځ کې په درېیو درسي وختونو کې د استادانو د زیاتې بوختیا د مخنیوي لپاره دی، څو استادان وکولای شي په اوونۍ کې درې ورځې نجونو او درې ورځې هلکانو ته تدریس وکړي او د تحقیق او نورو ټولګیو لپاره د چمتوالي فرصت هم ولري."

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت هم په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې دا پرېکړه یوازې کابل پوهنتون او د کابل د پولي‌تخنیک پوهنتون پورې محدوده ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو لا هم له شپږم ټولګیو پورته نجونو زده‌کوونکو ته ښوونځیو د تګ اجازه نه ده ور کړې او ویلي ېې دي چې د ښوونځیو د خلاصون لپاره د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG