د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

د طالبانو نوی بندیز؛ د نارینه او ښځینه محصلینو پر ګډو علمي غونډو 'بندیز' ولګېد


ارشیف، د یو شمېر افغان نجونو فراغت غونډه
ارشیف، د یو شمېر افغان نجونو فراغت غونډه

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت رهبرۍ ظاهراً ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نارینه او ښځینه‌وو ګډو علمي سمینارونو، فراغت غونډو او کنفرانسونو باندې بندیز لګولی.

دغه موضوع ازادي راډیو ته په یو رسېدلي مکتوب کې چې د کابل پوهنتون یوې استادې لېږلی یاده شوې ده.

دغه استاده چې نه‌غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دا مکتوب د کابل پوهنتون ادارې ته رسېدلی، خو لا بشپړ نه‌دی عملی شوی.

همدارنګه د کابل د طبي پوهنتون یوه استاده چې دا هم نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله‌یې په راپور کې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته‌یې وویل چې یاد مکتوب ورته تازه نن چهارشنبه د حمل میاشتې په ۱۷مه نېټه رسېدلی دی.

دا استاده وایي، د طالبانو دې پرېکړې دوی له ستونزو سره مخ کړي ځکه په خبره‌یې د ډېریو عملي سمینارونو "ژوري پلاوي" غوراوي ډله نارینه دي چې له دې وروسته به د دوی په چارو کې ګډوډي رامنځته شي.

دی زیاتوي: "دا مکتوب راغلی، ویل شوي چې له دې وروسته دې ښځې او نارینه د یو بل په غونډو کې ګډون نه‌کوي، دا مسئله موږ ته ستونزې جوړوي ځکه چې زموږ د علمي کنفرانسونو ژوري هیئت کې نارینه استادان دي که هغوی د ګډون حق ونه‌لري موږ له سرګردانیو سره مخ کېږو."

په دې مکتوب کې چې د حمل میاشتې په درېیمه نېټه د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي مرستیال لاسلیک په‌کې دی، مشخصاً ویل شوي چې "د ښځینه محصلانو، فارغانو، فراغت غونډې د استادانو ترمنځ کنفرانسونه او علمي سمینارونه یوازې ښځې ترسره کوي او هېڅ نارینه په‌کې د ګډون حق نه‌لري، همدارنګه ښځینه محصلانې او استادانې نه‌شي کولای چې د نارینه‌وو په دا شان ناستو، فراغت غونډو، سمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون وکړي."

ارشیف، د کابل طبي پوهنتون یو شمېر استادان
ارشیف، د کابل طبي پوهنتون یو شمېر استادان

په یاد مکتوب کې ټینګار شوی چې ښځینه استادانې دې اسلامي حجاب مراعت او د فراغت غونډو نا مناسب عکسونه دې په خواله رسنیو نه‌خپروي.

په مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو ته امر شوی چې محصلان حق نه‌لري، د خپل فراغت مراسم اړوند پوهنتون سره له همغږۍ پرته تجلیل کړي.

مکتوب کې یوازې دا مسایل نه، بلکې ټولو پوهنتونونو او اکاډمیکو ادارو باندې ټینګار شوی چې د فراغت غونډو د لګښتونو لپاره دې پر محصلینو فشار نه‌راوړي او د دې مصارفو د نه‌ورکړې په صورت کې دې د هغوی تحصیلي اسناد نه‌ځنډوي.

مومنه ظریف په کابل د یو خصوصي پوهنتون محصله ده، نوموړې د دې مکتوب په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل: "په علمي سمینارونو او برنامو کې د ښځو او نارینه‌وو پر ګډ ګډون بندیز د لوړو زده‌کړو وزارت ناسمه پرېکړه ده، ځکه چې اوس‌مهال د نړۍ ټول د پراختیا په لور روان هېوادونه د دواړو جنسونو مساویانه تفکر او پرمختګ ته اړتیا لري، تر څو په دې سره وکړای شي ستونزې په سمه توګه درک کړي او ورته د حل ښې لارې ولټوي."

هڅه مو وکړه د دې مکتوب په اړه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند وپوښتو، خو په اړیکه ورسره بریالي نه‌شوو.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم یاد وزارت ټولو پوهنتونونو کې د نارینه او ښځینه محصلانو د درسونو وختونه او ټولګي بېل او د حجاب په مراعتولو مکلف کړي دي.

XS
SM
MD
LG