د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

د ټولګيو جدا کېدل؛ محصلين: د درس ډېرېدو مو د دندو وخت نيولی


انځور، د کابل پوهنتون محصلينې
انځور، د کابل پوهنتون محصلينې

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین وایي د نجونو او هلکانو د ټولګیو د جدا کېدو له امله یې درسي ساعتونونه ډېر شوي چې دغه مسلې دوی نیمه ورځ له دندو منع کړي دي.

د کابل پوهنتون یو محصل چې د زده کړو ترڅنګ یې نیمه ورځ کار هم کاوه وایي، د محصلینو د درسي ورځو د جلا والي په اړه یې د طالبانو د حکومت وروستۍ پرېکړې ترې د نیمه ورځ کار کولو فرصت اخیستی دی.

نوموړي چې نه یې غوښتل په دغه راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:"اړ شوم چې دنده پرېږدم، مخکې به مې له زده کړو سره کار هم کاوه چې دې مسلې راسره له اقتصادي اړخه ډېره مرسته کوله او تقریبا په کورنۍ مې بوج نه وم".

د خوست د شیخ زاهد پوهنتون یو محصل هم ورته ستونزه لري، نوموړي هم چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي طالبانو له محصلینو سره په دغه پرېکړه کې هیڅ ډول مشوره ونه کړه او نه یې د دوی ستونزو ته پام وکړو.

دی چې د لس نفري کورنۍ مسولیت هم ورله غاړې دی وایي د زده کړو او کار ترمنځ باید یو وټاکي.

نوموړی وايي:"هر دفتر د کار لپاره ځانته یوه لایحه لري، او تقریباً په ځای کې اصول یو ډول دي، دفترونه ستا په خوښه د کار وخت نه برابروي بلکې ته باید خپل وخت د هغوی د لایحې له مخې برابر کړې، نو دا ستونزه ده".

د خصوصي پوهنتونو په ټولګيو کې د پردې وهلو پرېکړه عملي شوه، خو دولتي پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا شول
د خصوصي پوهنتونو په ټولګيو کې د پردې وهلو پرېکړه عملي شوه، خو دولتي پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا شول

محصلین وایي د کار نه کولو ترڅنګ بله جدي ستونزه چې دوی ورسره مخامخ دي د درسي ساعتونو زیاتېدل دي چې له امله یې دوی جذب نه شي کولای، دغه شان په پوهنتون کې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای د غرمې د ډوډۍ ځانته تیاره کړي.

یو بل محصل چې نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وويل:"ټول محصلین د خوراکي توکو د اخیستو لپاره پیسې نه لري چې د سهار او غرمې لپاره یې ځانونو ته واخلي، که څه هم موږ مسولینو ته خپلې ټولې ستونزې رسولي دي خو هیڅ پام ورته نه دی شوی".

ومو غوښتل د دغه ستونزو په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نظر واخلو خو مسولینو یې له هڅو سره سره زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت څه موده مخکې د نوې پرېکړې پر بنسټ په پوهنتونونو کې د هلکانو او نجونو محصلینو ترمنځ درسي ورځې جلا کړې.

د دغه پرېکړې له مخې اوس مهال په اونۍ کې درې ورځې نجونې او درې ورځې هلکان پوهنتونونو ته د زده کړو لپاره ورځي.

XS
SM
MD
LG