د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د طالبانو په اعلان شوې کابینې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ځینو اوسېدونکو انتقاد


د ملا برادر په ګډون د طالبانو د نوې اعلان شوې کابینې یو شمېر غړي
د ملا برادر په ګډون د طالبانو د نوې اعلان شوې کابینې یو شمېر غړي

د افغانستان بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو له لوري په نوې اعلان شوې کابینې انتقاد کوي او وايي، نه‌یوازې دا چې اعلان شوې کابینه ټول‌شموله نه‌ده بلکې کدري، مذهبي او قومي انډول هم په‌کې په نظر کې نه‌دی نیول شوی.

دوی وايي دا کابینه د طالبانو هغه څرګندونو خلاف اعلان شوه چې د ټولنې ټولو اړخونو په ونډې یې ټینګار کاوه.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد رسول سمندر چې تر لېسانس کچې یې زده‌کړې کړي وايي، طالبان له ځوانانو غوښتنه کوي چې هېواد دې نه‌پرېږدي، خو د کابینې اعلان وښوده چې دوی په خپلو خبرو کې رښتیني نه‌دي.

ښاغلی سمندر زیاتوي: "له یو اړخه طالبان له ځوانانو او کدرونو غواړي چې وطن مه‌پریږدئ او خپل هېواد ته خدمت وکړئ، له بل پلوه په ټولو وزارتونو او ریاستونو باندې دوی خپل ملایان وګمارل، هغوی په سیاست، نظام او ټولنیزو چارو پوره اګاهي نه‌لري، دغه ګمارنې به د ځوانانو مهاجرت لاپسې زیات کړي."

د کابل ښار بل اوسېدونکی رضوان خان چې په بېلابېلو پوسټونو یې دندې ترسره کړي وايي، د طالبانو له لوري د کابینې له اعلان وروسته مأیوسه شو ځکه د ده په څېر په زرګونه ځوانانو د پرمختګ او ښه ژوند لپاره زحمت وېستی او دا ډول کړنې ځوانان نهیلي کوي.

رضوان خان وویل: "د اسلامي امارت له لوري اعلان شوې کابینه چې پرون اعلان شوه د اکثریت ځوانانو په زړونو کې یې مأیوسي او اندېښنې پیدا کړې، ډېری ځوانان فکر کوي چې علمیت او پوهه‌یې په دې نظام کې هېڅ ارزښت نه‌لري."

د پکتیکا ولایت اوسېدونکی او مدني فعال یعقوب منظور وايي، د طالبانو له لوري اعلان شوې کابینه ورته ځکه د منلو وړ نه‌ده چې دوی ټول واک د ځان لپاره انحصار کړ، په داسې حال کې چې ټول افغانان په حکومت کې د ونډې حق لري.

دی وايي چې اعلان شوې کابینه کې غیر مسلکي او نالوستي کسان دي.

ښاغلي منظور زیاته کړه: "د اسلامي امارت له لوري اعلان شوې کابینه مسلکي نه‌ده، له بل اړخه په دې کابینه کې په ۲۱مه پېړۍ کې داسې کسان په‌کې اعلان شوي چې نه‌یې د مکتب دروازه لیدلې او نه هم پوهنتون."

د ملا برادر په ګډون د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي
د ملا برادر په ګډون د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي

د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو او لویو ښارونو اوسېدونکو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته خبرې وکړې، خو غوښتنه‌يې وکړه چې طالبان باید په راتلونکي کې د یو ټول‌شموله حکومت د جوړېدو لپاره کار وکړي.

دوی دا شان وویل که طالبان دې مسئلې ته پام ونه‌کړي ښايي په راتلونکي کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

خو د کابینې له اعلان وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته وویل چې اعلان شوې کابینه د وضعیت مهار لپاره موقتي پرېکړه وه او په راتلونکې کابینه کې به ټولو اړخونو ته د اړتیا په صورت کې ځای ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG