د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

د طالبانو له لوري د سرپرست حکومت اعلان په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي


کابل کې یو شمېر وسله وال طالبان
کابل کې یو شمېر وسله وال طالبان

د طالبانو له لوري اعلان شوی سرپرست حکومت په کوردننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د طالبانو یو شمېر ضد اړخونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د راتلونکي حکومت او جغرافیې په اړه به ډیر ژر موقف اعلان کړي.

احمد مسعود چې په پنجشیر کې د طالبانو پرضد د وسله والې ملي جبهې مشري کوي د طالبانو د کابینې اعلان غیر قانوني بللی او ویلي دي چې دا د افغانانو سره د دښمنۍ په معنی ده.

ښاغلي مسعود په دې اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان خلکو په تېر کې د ځان غوښتنې، افراطیت، د ترهګرو ، مېرمنو ضد حکومت پر وړاندې مقاومت کړی او نن به هم د طالبانو او ترهګرو نه د هېواد د ژغورنې پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

احمد مسعود چې په پنجشیر کې د طالبانو پرضد د وسله والې ملي جبهې مشري کوي
احمد مسعود چې په پنجشیر کې د طالبانو پرضد د وسله والې ملي جبهې مشري کوي

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې طالبانو د خپلو ادعاوو برخلاف د کابینې په اعلان سره د ټولنې یوه لویه برخه له پامه غورځولې ده.

د دې ګوند د مشر صلاح الدین رباني له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو ژمنه کړې وه چې ټول شموله حکومت به جوړوي.

هاخوا د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي د جلا شوې ډلې مشر عطا محمد نور بیا د طالبانو کابینه قومي بللې او لیکلي یې دي چې د طالبانو دا کړنه د هر ډول قانون خلاف عمل دی.

ښاغلي نور ویلي چې د طالبانو کابینه هېڅ ډول تخصص نه لري او د افغانستان اساسي قانون په کې هېڅ ځای نه لري.

طالبانو تازه د دغو غبرګونونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ د کابینې د اعلان پر مهال خبري غونډه کې د دې انتقادونو په وړاندې وویل چې وزارتونه سیاسي پوستونه دي او په مرستیالانو او همکارانو کې به‌یې د مسلکي‌توب مسئله په پام کې ونیول شي، نوموړي همدارنګه وویل چې دوی به څوکۍ په قومي او ګوندي فیصدیو ونه‌وېشي، بلکې د ده په وینا وړتیا ته به پام وکړي.

طالبانو د کابل له نیولو نږدې ۲۰ ورځې وروسته تېره شپه خپله کابینه اعلان کړه.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد په ټوله کې د ۳۳ وزارتونو او ادارو لپاره د سرپرستانو نومونه اعلان کړل چې تر ډېره معرفي شوي کسان د طالبانو نږدې غړي دي او دیني زده‌کړې لري، خو مېرمنو ته په‌کې غړیتوب نه‌دی ورکول شوی.

  • پوښتنه داده چې دا کابینه څومره مسلکي دي؟

د ولسي جرګی غړی جاوید ساپی یې په اړه : "په دې کابینه کې ټول غیر مسلکي کسان دي، هېڅ ډول انډول په کې په نظر کې نه دی نیول شوی، هغه دوی چې کوم د ټول شموله حکومت خبره کوله هغه ناسمه ده، په دې کابینه کې ډېر اړخونه او قومونه نشته، نو دې ته یو پوره او ښه کابینه نه شو ویلای، زه فکر کوم چې په دې سره په دې سره په دې وطن کې بې اتفاقي نوره لا هم زیاته شي."

خو پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا هیله لري چې ښايي په راتلونکې کې ټولشموله کابینه جوړه کړل شي.

دی وايي اوسنیو بحراني حالاتو کې اړتیا وه چې باید هر څه ژر یو یو سرپرست حکومت رامنځته شي: "ښايي طالبان وروسته په دې وتوانیږي چې دا کابینه افغان شموله کړي، ځکه لا هم ځینې وزارتونه او ادارې پاتې دي، خو دلته یوه لویه ستونزه دا وه چې د واک خلا رامنځته شوې وه او هر چا غوښتل چې باید حکومت جوړ شي، نو فکر کوم چې وروسته به طالبان یوه پوره افغان شموله حکومت ولري."

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا هیله لري چې ښايي په راتلونکې کې ټولشموله کابینه جوړه کړل شي.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا هیله لري چې ښايي په راتلونکې کې ټولشموله کابینه جوړه کړل شي.

د طالبانو ځینو غړو هم ویلي چې دا کابینه به د یوه بل ټول شموله حکومت تر جوړېدو پورې د لنډ وخت لپاره وي، خو په ۱۹۹۶ میلادي کال کې هم طالبانو سرپرسته کابینه اعلان کړې وه، خو په ۲۰۰۱ میلادي کې د طالبانو د رژیم تر پرزېدو پورې سرپرسته پاتې شوه.

پر ټولنیزو رسنیو هم د طالبانو د کابینې په اړه خلکو ګڼ نظریات خپاره کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو ډیری کار کونکو دا تر ډېره غیر مسلکي کابینه یاده کړې ده خو ځینو نورو بیا د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر حکومت له کابینې سره پرتله کړې او لیکلي یې دي چې که څه هم هغه مهال هم تر ډېره افغانستان مسلکي کابینه درلوده، خو فساد په کې اوج ته رسېدلی وو.

دوی هیله ښودلې چې نوې کابینه به د فساد په وړاندې کلکه مبارزه وکړي. په نړیواله کچه هم د طالبانو د کابینې اعلان غبرګونه راپورته کړي.

متحدو ایالاتونو په دې اړه اندېښنې ښودلې.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې د نوې کابینې غړي یا طالبان دي او یا هم د طالبانو نژدې ملګري او ښځې هم په کې نه شته.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې متحدا یالات همدا راز د کابینې د ځینو غړو د پیوندونو او سوابقو له پلوه هم اندېښنه لري، خو بیان پرته له دې چې د کوم ځانګړي کس نوم یاد کړي زیاتوي چې که څه هم د طالبانو کابینه سرپرسته ده، خو امریکا به د طالبانو د خبرو نه بلکې د عمل په بنسټ په دې برخه کې قضاوت وکړي.

د نړیوال بحران ډلې د افغانستان د نوي حکومت د ترکیب په اړه اندېښنه ښودلې. د دې ډلې یوه سلاکار ابراهیم باهیس ویلي چې په ۳۳ کسیزه کابینه کې ډېری پښتانه او یوازې دوه تاجکان او یو ازبک غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG