د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د بشر حقونو څار سازمان: طالبانو د افغان ښځو په اړه خپلې کړې ژمنې ماتې کړي


ارشیف؛ افغانې مېرمنې د لاریون پر مهال
ارشیف؛ افغانې مېرمنې د لاریون پر مهال

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، طالبانو په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په اړه خپلې شوې ژمنې نه دي پوره کړي.

د دې سازمان په خبره، طالبانو د سولې د مذاکراتو پر مهال ژمنه کړې وه چې زده‌کړو ته د نجونو او کار ته د مېرمنو د لاسرسي په تړاو به هېڅ ډول محدودیتونه نه لګوي، خو په خبره یې ډېر ژر یې خپلې ژمنې ماتې کړې.

د دې سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هېدر بار ازادي راډیو سره خبرو کې طالبان پړه وګڼل چې د ښځو د کار په مخنیوي سره یې افغانستان کې حالت نور هم ناوړه کړی دی.

"هېدر بار وایي طالبانو حالت نور هم ناوړه کړی دی، ښځې یې له کار کولو منع کړي، ځکه داسې کورنۍ هم شته چې هغوی ته یوازې همدې مېرمنو خواړه پیدا کول، خو دوی اوس له کاره لېرې شوي، طالبان په دې برخه کې پړ دي. "

هېدر بار وایي طالبانو له کاره د ښځو ستنولو سره حالت نور هم ناوړه کړی
هېدر بار وایي طالبانو له کاره د ښځو ستنولو سره حالت نور هم ناوړه کړی

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو څانګې مرستیالې په خبره، همدا اوس له ۹۰ سلنه ډېر افغانان کافي خواړه نه ‌لري.

مېرمن بار د دې ناورین بل لامل نړیواله ټولنه او بېلابېل هېوادونه په ځانګړي ډول امریکا بولي او زیاتوي، امریکا او نړیوالې ټولنې افغانستان ته د مرستو لړۍ او ترخوا یې بانکي زېرمې او نړیوال مالي سېسټم ته د دې هېواد لاسرسی بند کړی دی.

خو امریکا د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د ازادۍ په اړه یو شمېر دلایل وړاندې کړي، مګر له دې هېواد سره یې د مرستو په دوام تل ټینګار کړی.

هېدر بار د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړې په اړه د طالبانو د حکومت د نويو څرګندونو په اړه چې تمه یې ښودلې په نوي ښوونیز کال کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي وویل:" اوس ژمنه کړې چې په مارچ میاشت کې به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیزي، خو هلته ځیني داسې ښوونځي شته چې په یو وخت کې نه پرانیستل کېږي او باید اوس پرانیستی وای، خو دا نجونې اوس له زده‌کړو محرومې دي. که طالبان په رښتیا د نجونو ښوونځيو پرانیستلو ته ژمن وي؛ په هغه سیمو کې چې د هغوی ښوونیز کال پیل شوی، د هغوی ښوونځي دې همدا اوس پرانیزي. "

د طالبانو د حکومت ویاندویانو د بشري حقونو د څار سازمان د دې لوړ پوړې چارواکې د نویو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي، د نجونو او ښځو د کار او زده‌کړې سره مخالفت نه‌لري، مګر د یوه شرعي چوکاټ او طرحې له جوړېدو وروسته به دا ستونزه حل شي.

له ۵ میاشتو زیاته موده وشوه چې له شپږم ټولګې پورته نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي او تر خوا یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلي دي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځو وار په وار د کار او زده کړو حقونو لپاره لاریونونه کړي
د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځو وار په وار د کار او زده کړو حقونو لپاره لاریونونه کړي

هاخوا په کابل کې هم نن د افغانستان د مخورو مېرمنو بنسټ په نوم یو شمېر ښځو د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې د ښځو حقونو ته ژمنتیا وښيي.

د دې بنسټ مشرې تاجور کاکړ ازادي راډیو ته وویل" موږ غواړو چې د افغانستان د ښځو حقوق طالبانو ته څرګند کړو چې موږ څوک یو او څه غواړو. نن زموږ پرېکړه همدا وه. خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دوی ته مو بلنه ورکړه چې خپل غږ پورته کړي او خپل دریځ معلوم کړو. "

دې بنسټ د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د ازادۍ سربېره، په لوړو چوکیو د ښځو د ګمارنې، له ښځو سره د تبعیضي چلند د مخنیوي او ترخوا یې تقاعد شویو ښځو ته د هغوی د امتیازاتو د ورکړې غوښتنه هم وکړه.

په وروستیو کې د طالبانو په حکومت تر ټولو سختې نیوکې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه دي.

دا انتقادونه وروسته تر دې لا زیات شوي چې د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهي عن‌ المنکر وزارت له‌خوا د لارښوونو یا توصیې په نوم ښځو ته ځانګړي اصول معرفي شول.

هاخوا په کابل کې هم نن د افغانستان د مخورو مېرمنو بنسټ په نوم یو شمېر ښځو د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې د ښځو حقونو ته ژمنتیا وښيي.

XS
SM
MD
LG