د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د کلیو او پراختیا وزارت پخوانی مرستیال: طالبانو ۲۸ مسلکي رئیسان بې دندې کړي


طالبان
طالبان

د طالبانو د حکومت له‌خوا په مسلکي او کدري بستونو د ګمارنو په برخه کې معیار او شرایطو ته نه پاملرنې، پر دوی نیوکې ډېرې کړي دي.

تر اوسه د طالبانو د حکومت له‌خوا ګمارنو کې په لوړه او ټېته کچه د هغو کسانو ونډه او سلنه زیاته ده چې د طالبانو غړي او یا یې هم نږدې کسان دي، خو د طالبانو د حکومت هر چارواکی وايي، وزارتونو ته له خپلو ګوته په شمار کسانو سره ورغلي، هغه ادعا چې تر پوښتنې لاندې ده.

تازه د افغانستان د مخکیني حکومت د کلیو او پراختیا وزارت مرستیال پوپل حبیبي ادعا کړې چې د دې وزارت نوې رهبرۍ ۲۸ ولایت رئیسان له دندو ګوښه کړي دي.

ښاغلي حبیبي ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان مسلکي کدرونه وو او ګوښه کول به یې د هغو پروژو د عملي کېدو مخه ډب کړي چې کارونه یې له نیمايي زیات مخته تللي وو.

حبیبي زیاتوي: "نیمه کاره پروژې چې ارزښت یې له ۲۰۰ میلیونه ډالرو زیات دی او کارونه یې یوازې له ۲۰ تر ۸۰ سلنې بشپړ شوي. د دې پروژو سروې، ډیزاین او نور ټول کارونه همدوی کړي. په داسې وخت کې د دوی تغیر او تبدیل ناورین ځکه رامنځته کوي چې نوی کس د دې مسایلو سره بلد نه وي او د تمویل کوونکو په شرایطو هم پوه نه وي. تر خوا یې دا نیم کاره پروژې هم پر مخ نه شي وړای. "

ازادي راډیو د طالبانو د حکومت له‌خوا له ګوښه شوېو رئیسانو ځینو سره یې اړیکه ونیوه، خو دوی ورته د ستونزو د جوړېدو له امله خبرې و نه کړې.

د مخکیني حکومت پر مهال د کلیو او پراختیا وزارت مرستیال په کلیو کې د نیمه کاره پاتې پروژو د برخلېک په اړه هم اندېښمن دی او وايي،که د طالبانو حکومت د دې پروژو تمویل کوونکې د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره قانع نه کړي، نو ښايي را روان ژمی د بارانونو او سېلابونو له امله تخریب شي.

د طالبانو سرپرست حکومت که څه هم ژمنه وکړه چې د دې موضوع په اړه خبرې کوي، خو تر پایه یې معلومات شریک نه کړل.

له دې وړاندې هم د طالب چارواکو په ځینو ګمارنو او د ځینو مسلکي کسانو په ګوښه کولو نیوکې وې چې یوه بېلګه یې د کابل پوهنتون لپاره د یوه دوکتورا لرونکي کس پر ځای د یوه لېسانس ګمارنه وه.

پر دې ګمارنې له سختو نیوکو وروسته، طالب چارواکو وویل، ژر به دا ستونزه حل کړي، خو تر نننه لا په دې اړه نوې پرېکړه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG