د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

طالبانو ځینو وزارتونو او ادارو ته نوي سرپرست وزیران او مسولان وټاکل


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو حکومت پرون د یو شمېر وزارتونو او نورو ادارو لپاره نوي سرپرست وزیران او مسولان وټاکل.

د دوی په نوې ګمارنه کې ۲۷ کسان شامل دي چې نژدې ټول یې مولویان او مولایان او د طالبانو نژدې کسان دي.

په دې ګمارنه کې چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان پر اساس شوې، شهاب الدین دلاور د کانونو او محمد عباس اخُند د حوادثو ضد وزارت د سرپرستانو په توګه معرفي شوي دي.

۲۵ نورې ګمارنې بیا د وزارتونو مرستیالۍ او د نورو ادارو او ریاستونو مشرتابه ته شوي دي.

پر طالبانو تل دا نیوکه کیږي چې ګمارنه کې د ټولشمولۍ اصل په پام کې نه نیسي او تر ډېره هغه کسان ګماري چې یوازې يې دیني زده کړې کړې وي.

طالبان بیا دا تورونه ردوي او وایي، د دوی په کابینه کې د هر قوم استازي شته او داسې کسان هم په کې دي چې پر دیني زده کړو سربیره نورې مسلکي زده کړې هم لري.

د طالبانو له لوري ټاکل شوي سرپرست وزیران او مسوولین:

  1. محترم مولوي صاحب شهاب الدين دلاور د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه
  2. محترم حاجي ملا محمد عيسی اخُند د کانونو او پټرولیم وزارت د مرستیال په توګه
  3. محترم ملا محمد عباس اخُند د حوادثو ضد وزارت د سرپرست په توګه
  4. محترم مولوي صاحب شرف الدين د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه
  5. محترم مولوي صاحب عنايت الله د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه
  6. محترم مولوي صاحب حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې د سرپرست په توګه
  7. محترم شيخ صاحب عبدالرحيم د ملي تدارکاتو د ادارې د مرستیال په توګه
  8. محترم مولوي صاحب قدرت الله جمال د تفتيش د عالي ادارې د سرپرست په توګه
  9. محترم مولوي صاحب عزت الله د تفتيش د عالي ادارې د مرستیال په توګه
  10. محترم مولوي صاحب محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د سرپرست په توګه
  11. محترم ملا حبیب الله فضلي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرستیال په توګه
  12. محترم مولوي صاحب کرامت الله اخُندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د سرپرست په توګه
  13. محترم مولوي صاحب احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مرستیال په توګه
  14. محترم مولوي صاحب ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست د رئیس په توګه
  15. محترم شيخ صاحب مولوي عبدالحکيم د شهیدانو او معلولينو وزارت د مرستیال په توګه
  16. محترم مولوي سعید احمد شهيد خېل د معارف وزارت د مرستیال په توګه
  17. محترم مولوي صاحب عبدالرحمن حلیم د کلیو د پراختیا او بیا رغوني وزارت د مرستیال په توګه
  18. مولوي صاحب عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کلتور وزارت د اداري او مالي معین په توګه
  19. حاجي ملافیض الله اخند د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه
  20. محترم مولوي صاحب سیف الدین تائب د چارو ادارې لوی ریاست د ارتباطاتو د معین په توګه
  21. محترم مولوي فتح الله منصور د کندهار هوايي ډګر د مسئول په توګه
  22. محترم حاجي محمد اسماعيل صاحب د نظامي محکمې د اجرائيه قواوو د قومندان په توګه
  23. محترم مولوي صاحب عصمت الله عاصم د سرې مياشتي د ټولني د مرستیال په توګه
  24. محترم مولوي صاحب رحيم الله محمود د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه
  25. محترم مولوي صاحب عبدالصمد د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو د مرستیال په توګه
  26. حاجي ملا ناصر اخند د ماليې وزارت د مرستیال په توګه
  27. محترم مولوي صاحب عارف الله عارف د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه
XS
SM
MD
LG