د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

غزني مېشتي او د خواله رسنیو کارونکي: طالبان دې کار اهل کار ته وسپاري


د ژورنالېزم پوهنځي یو لسانس محمد اشرف غیرت چې کله د پوهاند محمد عثمان بابري پرځای د کابل پوهنتون رئیس وټاکل شو، دې کار له ډېری نیوکو سره مل و.
د ژورنالېزم پوهنځي یو لسانس محمد اشرف غیرت چې کله د پوهاند محمد عثمان بابري پرځای د کابل پوهنتون رئیس وټاکل شو، دې کار له ډېری نیوکو سره مل و.

د ژورنالېزم پوهنځي یو لسانس محمد اشرف غیرت چې کله د پوهاند محمد عثمان بابري پرځای د کابل پوهنتون رئیس وټاکل شو، نو له هغه وروسته په خواله رسنیو کې ډېری خلکو د دغه کار پر وړاندې سخت او تُند غبرګونونه وښودل او د ښاغلي غیرت ټاکل یې د هېواد د تعليمي او پر مختیايي بهیر سپکاوی وباله.

تر دې وړاندې هم د طالبانو له لوري په ځینو لوړو بستونو د غیرمسلکي او بې تجربې کسانو ګومارنو په خواله رسنیو کې ډېری مدني فعالانو، سیاسي او اجتماعي اشخاصو سخت انتقادونه وکړل، دا کار یې د هېواد، خلکو او راتلونکي په زیان یاد کړ.

په غزني کې یو شمېر کسان هم وايي، طالبان دې کار اهل کار ته وسپاري او مسلکي کسان دې پردندو وګماري.

کابل کې وسله وال طالبان
کابل کې وسله وال طالبان

دوی وايي، غیر مسلکي کسان نه شي کولی، د خلکو ستونزې هوارې کړي.

بشیر احمد اصف په غزني کې په یوه شخصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصل دی وايي، کله چې کار اهل کار ته نه سپارل کېږي، نو خلک بې حوصلې کېږي او خپلې هیلې له لاسه ورکوي.

ښاغلي اصف زیاته کړه: "زموږ غوښتنه له طالبانو دا ده چې کار اهل کار ته وسپاري، څو نوره توقع پیدا شي، اوس موږ هر ځای په رسنیو کې وینو، اورو چې کار اهل کار ته نه سپارل کېږي."

محمد بلال هم تقریباُ درویشت کلن ځوان او په غزني کې د یوې لېسې زده کوونکی دی وايي، هغه څوک چې په خپل مسلک کې يې زدکړې نه وي کړې، هغه کار نه شي کولی، دا زموږ د پر شا تګ سبب کېږي.

دی زیاتوي: "که کار اهل کار ته ونه سپارل شي، ډېرې ستونزې رامنځ ته کوي، که یو اقتصاد پوه نه وي د اقتصاد په برخه کې کار نه شي کولی، مثلا که چا انجنیري نه وي ویلې، نو د انجنیرۍ په برخه کې کار نه شي کولی، که چیرته چا طب نه وي ویلی، نو ډاکټري نه شي کولای، نو افغانستان په دا رنګه پرمختګ نه شي کولای."

محمدکامل په غزني ښار کې په خپله شخصي سوداګرۍ بوخت دي وايي، که طالبان کار اهل کار ته ونه سپاري د خلکو له ناراضیت سره مخ کیږي.

د ده په خبره طالبان باید د تیر نظام کسان بېرته په خپلو دندو او کارونو وګماري، څو دغه شړېدلی نظام روان کړي: "زما خپل شخصي نظر خو دا دی چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي، داسې نه شي کیدای چې ډاکټر دې د انجنیر او انجنیر دې د معلم پرځای کار وکړي، د طالبانو زیاته هڅه دا وي چې هغه کسان چې مخکې یې په کومو کارونو او ادارو کې دندې لرلې هغه باید راشي او خپل کارونه مخ ته یوسي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د خلکو د دغه نیوکو په اړه د طالبانو نظر واخلي، خو د دغې ډلې ویاندویانو يې پوښتنې ځواب نه کړې.

خو هغوی تردې وړاندې په خپلو ویناوو، خبرپاڼو او خبري کانفرنسونو کې د دوی له لوري د ګمارنو په اړه ویلي دي چې دغه کسان کولای شي، خپلې ورکړل شوې دندې په ښه توګه سرته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو دغه نیوکې هغوی ته نږدې کسانو هم کړي دي او دا یې یو ناسم کار یاد کړی دی.

د شیخ فقیر الله فایق په نوم د طالبانو د مخکیني تحریک یو مشرچې په خواله رسنیو کې یې غږیزه ويډیو کښته پورته کېږي، اعتراف کوي چې یاده ډله د شخصي تعلقاتو پر بنیاد غیر مسلکي ګمارنې کوي.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو په حکومت کې په ګمارنو کې کار اهل کار او مسلکي کسانو ته نه دی سپارل شوی، که حالت داسې روان وي، هر څه به کشرانو ته پاتې وي.

XS
SM
MD
LG