د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

د سوالګرو راټولول؛ خلک: طالبان دې دغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي


ارشیف: د کابل په یوه سړک سوالګره مېرمن او د هغه ماشوم
ارشیف: د کابل په یوه سړک سوالګره مېرمن او د هغه ماشوم

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې د کابل امنیه قومندانۍ په دې ښار کې د سوالګرو د راټولولو پروګرام پیل کړی خلک د طالبانو له حکومت غواړي چې باید د دغه خلکو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وکړي او یو مناسب کاروبار ورته برابر کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې د سوالګرو د راټولو چاره د نن یانې چهارشنبه بیا پیلېږي.

نوموړي پر خپل ټویټر دا ګواښ هم کړی چې هغه سوالګر کوم، چې مخکې بایومټریک شوي که بیا په ښار کې د سوال کولو په حال کې ولیدل شي له نیولو وروسته به زندان ته واستول شي.

په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي که څه هم د طالبانو د حکومت د دغه کار هرکلی کوي، خو له دوی غواړي چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وکړي او په بېلابېلو حرفو کې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی منصور ازادي راډيو ته وویل: "دا د ډېرې مجبورۍ او بې وسۍ نه کېږي. خلک بېکاره دي، دا ټول کورنۍ لري، هغوی ترې نفقه غواړي. نو خلک به څه کوي مجبور دي چې سوال وکړي. زه له حکومته غواړم چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي."

د دې ښار یو بل اوسېدونکی یما وايي: " موږ حکومت ته وایو په داسې حال کې چې له خلکو تاسې کار اخیستی دی او زیات شمېر حکومتي کارکوونکي مو بېکاره کړي دي، هغوی اړ دي چې د خپلو اقتصادي ستونزو د حل په هدف ان سوال کولو ته لاس وغځوي، تاسې باید د دوی د ټولولو پر ځای دوی ته یو کار روزګار برابر کړی وای."

یو شمېر سوالګرو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د بېکارۍ له امله يې سوال کولو ته مخه کړې ده.

یو تن سوالګر تيمور شاه وویل: "زه بېکاره یم، کار نه شته، ۲۲ ورځې سر په سر لاړم هېڅ کار مې پیدا نه شو کړای نو ځکه اوس سوال کوم."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده د رییس الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ په کابل ښار کې د سوالګرو د راغونډولو په هدف یو کمېسیون وټاکه.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې د روان لمریز کال د سنبلې له ۱۲ مې تر دې دمه د کابل ښار له بېلابېلو سیمو دوى ۳۰۴۸ سوالګر راټول کړي، چې په منځ کې يې ۲۱۰۹ مېرمنې او ۶۵۶ ماشومان دي.

د ده په خبره د دغه شمېر سوالګرو په منځ کې ۹۵۸ يې مستحق پېژندل شوي او پاتې نور يې حرفوي سوالګر وو.

د طالبانو حکومت وايي، مستحق کسان افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارل کېږي چې مرسته کوونکي بنسټونه ورسره له هغې لارې مرسته کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: " تر دې دمه د دوی راټولول روان دي. دوی بایومټریک کېږي. وروسته يې په اړه څېړنه کېږي، د کورنۍ له غړو خپلوانو يې پوښتنه کېږي چې که رښتیا هم اړمن وي او اړتیا ولري، نو په میاشتني ډول ورته پیسې ټاکل کېږي، خو هغه کسان چې سوال هم کوي او اقتصادي وضعیت يې هم ښه وي نو په دې صورت کې دوی له قانوني چلند سره مخ کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بيا ځلي واکمنېدو له پیل راهیسې په دې هېواد کې فقر او بې کاري زیاته شوې ده.

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې له ۲۴ میلیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG