د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

سرخط: د نن ورځې سوالګر د سبا زور واکی


د کابل د نن ورځې ورځپاڼو په بېلابېلو مسایلو مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو له لوري په پيسو او زور د تذکرو اخیستلو ته اشاره کړې او په یو جلا مطلب کې يې لیکلي دي «د نن ورځې سوالګر د سبا زور واکي»

د مطلب لیکوال د سرخط د موندنو پر اساس لیکي:

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې احتمالي نوماندان له خلکو تذکرې په پیسو او زور اخلي او د انتخاباتو تر ورځې يې له ځانه سره قیدوي.

په مطلب کې راغلي چې دغه ستونزه په کابل، تخار، سرپل او غور ولایتونو کې موجوده ده.

د مطلب لیکوال د دې تر څنګ دې ته هم اشاره کوي چې په یو شمېر سیمو کې د انتخاباتو د نوم‎لیکنې د پروسې زیاتره کارکوونکي د ولایتي شورا د غړو او د سیمه‎ییزو زورواکانو خپلوان او نږدې کسان دي چې په زور او واسطو په‎دې پروسه کې د مأمورینو په توګه ګمارل شوي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د جعلي تذکرو وېش د انتخاباتو د شفافیت پر وړاندې ننګونه ګڼي او په خپله سرمقاله کې لیکي چې په‎داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د نوم‎لیکنې او د تذکرو د وېش پروسه روانه ده، خو په یو شمېر سیمو کې د جعلي تذکرو وېشل هم ګرم بازار لري.

د سرمقالې لیکوال لیکي:

د دوی د معلوماتو له مخې د جعلي تذکرو د وېش مسئله زیاتره په کابل، ننګرهار او فراه ولایتونو کې موجوده ده او دغه ستونزه د ثبت احوال نفوس ادارې هم تأييد کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي که د جعلي تذکرو وېش همدغسې جریان پیدا کړي، نو د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو فکر باید ونه‎کړو او یو وار بیا به زورواکي او بې‎سواده کسان واک ته ورسېږي او راتلونکی پارلمان به پاک نه‎وي.

پاکستان به خپل ۱۵ دیني عالمان دې غونډې ته واستوي.
  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې په تړاو د جاکارتا ناستې ته اشاره کړې او د افغانستان د سولې شورا له قوله‌یې لیکلي چې په دغې ناسته کې د ګډون په هدف د افغان عالمانو یو پلاوی جاکارتا ته رسېدلی دی.

راپورونه وايي چې د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې به د افغان سولې په تړاو دغه ناسته د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي په دې ناسته کې پاکستاني عالمانو هم خپل ګډون تأييد کړی او ټاکل شوې چې خپل ۱۵ دیني عالمان به دې غونډې ته واستوي.

ورځپاڼې د سولې د عالي شورا د ویاند له قوله وړاندې لیکلي چې دغه ناسته به یوه ورځ دوام وکړي او د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان ۴۵ دیني عالمان به په‎کې ګډون وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د بشر د حقونو د څار سازمان هغه راپور راخیستی چې عنوان‌يې دی "هېڅ ځای خوندی نه‎دی".

ورځپاڼې د دغه راپور په حواله لیکلي چې وسله‎والو مخالفینو پر ملکي کسانو خپلې حملې زیاتې کړې دي.

ورځپاڼې لیکلي پر ملکیانو د وسله‎والو مخالفینو د حملو زیاتېدو کورنۍ او د جګړې د قربانیانو پاتې کسان سختو مالي او روغتيايي مرستو ته اړ کړي.

ورځپاڼې لیکلي:

په‎دې راپور کې له افغان حکومته غوښتنه شوې چې داسې پروګرامونه ترتیب کړي چې له مخې يې د ترورېستي ډلو د حملو د قربانیانو د اړتیاوو غم وخوړل شي.

XS
SM
MD
LG